لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا ته د ترهګرۍ مخنيوي دپاره د مرکز څخه 500 اربه روپۍ ترلاسه شوي


د خېبر پښتونخوا د خزانې محکمې شمېرې ښيي چې په تېرو 14 کلونو کې د ترهګرۍ مخنيوي او د دې پرضد جنګ دپاره د مرکز له خوا صوبې ته نزدې 500 اربه روپۍ ترلاسه شوي دي. څيړونکي وايي، د فنډونو ترلاسه کېدو باوجود هم د ناامنۍ سېوا کېدو لوی علتونه د وسله والو په مقابل کې د پوليسو د توان او جديدې وسلې کمښت دی.

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته د يوې پوښتنې په ځواب کې د خزانې محکمې ويلي چې د کال 2010 راهېسې د روان کال 2024م د مارچ پورې صوبې ته د ترهګرۍ ضد جنګ لپاره د مرکزي حکومت له خوا نزدې 500 اربه رپوی ورکړل شوي دي.

دا چې د فنډونو ترلاسه کېدو باوجود هم صوبه کې ناامني ورځ تربلې سېوا کېږي، څېړونکي وايي د وسله والو پرتله کې د پوليسو سره د نوي دور د وسلو کمښت او د هغوی د توان سېوا کولو دپاره نه تربيه کېدل هغه علتونه دي چې وسله وال په خپلو اهدافو ترلاسه کولو کې بريالي کېږي.

پېښور کې خبريال او څېړونکی حقنواز خان وايي، "که د وسله والو سره مونږه وسلې وګورو نو د هغې په مقابل کې د پوليسو سره هغه هومره تربيه او هغه هومره د هغوی سره جديد وسلې نه وي، نو زما په خيال يو خو دغه پېسې په دې مد کې د دې صوبې د پاره ورکول او بيا هغه پېسې په ځای لګول د دې د پلټنو ضرورت دی او پکار دا ده چې قوم ته وويل شي چې دا پېسې په کوم ځای ولګېدلې".

څيړونکي وايي خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ نه زياته متاثره شوې نو ځکه په کال 2010م کې پنجاب، سيند او بلوچستان صوبې د مجموعي امدن يو فصيد برخه خېبر پښتونخوا ته ورکولو باندې متفق شوې وې.

دوی وايي د ترهګرۍ په مد کې صوبې ته ترلاسه کېدونکي فنډ دپاره يوه مخصوصه طرحه نه ده وضع کړل شوې نو ځکه په تنخاګانو ورکولو او پرمختيايي پروژو کې کارول کيږي.

پېښور کې خبريال او څېړونکی لحاظ علي وايي، "که دا د خېبر پښتونخوا د پوليسو يا د امنيتي واکدارانو يا د قانون نافذ کوونکو ادارو دپاره وی نو دې وخت کې د خېبر پښتونخوا پوليس د کومو وسايلو د کمي سره مخ دي دا حالت به يې نه وی، اوس هم په دې اړه قانون سازي کېدای شي او رولز وضع کېدای شي خو تر اوسه پورې دا 500 اربه روپۍ چې راغلي دي دا د مجموعي بجټ برخه ده کوم چې دا وخت د خېبر پښتونخوا په تنخاګانو او په ترقياتي کارونو کې خرچ کيږي".

څېړونکي وايي که څه هم د امنيت مسله د صوبې زمه واري ده خو د ترهګرۍ ضد جنګ د مخنيوي دپاره به صوبايي او مرکزي حکومت ته په ګډه ګامونه اخيستل وي.

ښاغلی حقنواز خان وايي، دا د صوبې په کچه نه بلکي د هيواد جنګ دی نو پکار دا ده چې صوبايي حکومت او مرکزي حکومت په يوه لاره وي او د دې د مخنيوي دپاره دواړه يو بل ته لاس ورکړي خو که "مونږه نظر واچوو نو د مرکز او صوبو توجو سياسي شخړو طرف ته ده".

د خزانې د پاره د وزير اعلا مشير مزمل اسلم په وروستيو کې خبري غونډې ته ويلي وو چې وزير اعظم شهباز شريف د خېبر پښتونخوا سره ناانصافي کوي او دا چې د ترهګرۍ سره د مبارزې دپاره به بلوچستان ته خصوصې ګرانټ ورکولې شي۔ هغه وايي دا پېسې به د قامي مالياتي کمېشن نه په داسې حال کې ورکول کېږې چې د ترهګرۍ له وجې سخته ځپلې شوې خېبر پښتونخوا صوبې ته کوم ګرانټ نه مېلاويږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG