د روس چارواکو د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي د اوکراین د ډرون برید له وجې د تامبوف په سیمه کې د بائیو کېمیکل په یوه فیکټرۍ کې چاودنه او اورلګیدلی دی.
د تامبوف ګورنر ماکسیم یګوروف په ټیلیګرام ویلي چې په دغه اور د نهې- سه شنبې په سهار قابو موندل شوی او لومړني معلومات ښيي چې مرګ ژوبله نه ده اړولی.
چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین ډرون بریدونو د تولا په سیمه کې د شرابو دوه فیکټریانۍ هم زیانمنې کړې دي.
د روس د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې دوی په براینسک سیمه کې 11، درې په بلګورود، دوه په کرسک او یوه یوه یې په تولا او اوریول سیمو کې د اوکراین ډرون یا بې پیلټه الوتکي غورځولي دي .
بلخوا د اوکراين د سومي ګورنر ايهور کلاچينکو ويلي د روس د ډرون په برید کې درې تنه وژل شوي دي.
کلاچینکو وویل چې د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو په سیمه کې د روس 25 ډرون ا ویشتلې دي.
اوکراین ته لواېډ اسټن سفر او د امریکا امداد
د امریکا د دفاع وزیر لواېډ اسټن د ګل- دوشنبې په ورځ کییف ته د سفر په ترڅ کې وویل چې امریکا به دا خبره یقیني کوي چې "اوکراین هغه څه ترلاسه کړي " چې د روس سره خپله د 32 میاشتنۍ جګړه جاري ساتلو دپاره ورته ضروت لري.
خو اسټن هیڅ داسې اشاره ور نه کړه چې امریکا به د اوکراین دې غوښتنې ته غاړه کېږدي چې په سمدستي توګه په نېټو کې شامل شي یا د کییف ځواکونو ته اجازه ورکړي چې په روس کې د مېزایل بریدونه پیل کړي.
اسټن وویل چې امریکا به اوکراین ته هغه څه ورکوي چې " هغه ورته د خپل بقا او امنیت دپاره جګړه کولو ته ضروت لري". ښاغلي اسټن وویل چې دا د غربي اتحادیانو دپاره مهم دی چې د روس د یرغل مخه ونیسي.
د امریکا د دفاع وزیر لواېډ اسټن د اوکراین په ډېپلومېټک اکیډمۍ کې د وینا په وخت وویل "د یورپ مستقبل په خطر کې دی." اسټن وویل "د نېټو طاقت په په خطر کې دی. د امریکا امنیت په په خطر کې دی."
د اسټن د اوکراین د سفر په وخت ، امریکا اوکراین ته د روس سره د جګړې د پیل راهیسې د خپلو پوځي مرستو 68مه قسط اعلان کړو. په دغه کې د شاوخوا 400 میلینو ډالرو په ارزښت نوي وسلې، په شمول د راکټ سیسټمونه او د ارټلري – توپ خانې سیسټمونه ، ارمډ ګاډي او د ټېنک ضد وسلې شاملې دي .
Forum