لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قاضيانو نړيواله اداره د پاکستان 26م اييني بدلون د دغه هيواد په عدليه ګوزار بولي


د قاضيانو نړيوالې ادارې يا انټرنېشنل کمېشن آف جيورسټ د پاکستان د پارليمان څخه د 26م اييني بدلون منظوري د دې هېواد د عدليې په خپلواکۍ، د قانون په حکمرانۍ او د بشري حقونو په ساتنه ګوزار ګرځولی دی. خو حکومت دا د ميثاق جمهوريت د تصور پوره کېدل بولي.

قانون پوهان د 26 م اييني بدلون چې اوس په قانون کې بدل شوی، په اړه بيلا بيل نظرونه لري.

د انټرنېشنل کمېشن آف جيورسټ سيکرټري جنرل سينټياګو کينټن ويلي، چې د بدلونو له کبله په عدالتونو کې تعيناتيانو او د عدليې په انتظامي چارو کې په سياسي اثر رسوخ غېر معمولي اضافه شوې ده.

نړيوالې ادارې په خپل بيان کې ويلي، دا بدلونونه د رياست د نورو ادارو د تېريو په ضد د عدليې په ازادانه او اغېز ناکه ډول د جانچ پړتال او د بشري حقونو د تحفظ لپاره د کار کولو توان ختموي.

د پاکستان پارليمان په عدليه کې د اصلاحاتو راوستو لپاره 26 م اييني بدلون په دروند اکثريت منظور کړی، او د صدر د لاسلیک کولو سره سم په قانون کې بدل شوی دی.

ځينې قانون پوهان دا يو لانجمن او په بد نيتۍ ولاړ قانون بولي او وايي د دې پر شا ځينې علتونه دي.

قانون پوه رياست علي آزاد وايي، "دا وخت د حکومت خلاف ډېر کېسونه په سپريم کورټ کې پراته دي او ځينې داسې مقدمې هم شته چې موجوده حکومت اندېښنه لري چې له امله یې حکومت ختم نه شي او حکومت د دې اييني بدلونونو د لارې د عدليې خپلواکي تروړلې ده".

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د نهې په ورځ د مرکزي کابينې غونډې ته په وينا کې ويلي، 26 م اييني بدلون به د هېواد د ترقې لارې پرانيزي او د دې له کبله به ولس ته اوس د عدالتونو لخوا زر انصاف ترلاسه کېږي.

او ځينې قانون پوهان په نوي قانون کې د ججانو د تعينات کولو طريقه کار د نړیوالو اصولو مطابق ګرځوي او وايي د سپريم کورټ پخواني مشر قاضيان، ثاقب نثار او عمر عطا بنديال زياتره د پي ټي آی پلويان ګڼل کېدو.

د سپريم کورټ وکیل شېر امان خان اېډوکېټ وايي، "دا کوم نومونه چې ما واخستل هغوى په خپله دوره کې باقاعده ايين بيا ليکو او دا کوشش یې کوو چې د پارليمان بالا دستي ختمه کړي او د سپريم کورټ څخه هغوى يو بادشاه جوړ کړی وو".

په 26 م اييني بدلون کې د اييني بنچونو جوړول، د هېواد د مشر قاضي، چيف جسټس ټاکل، د هغه د دندې موده درې کلونه کول او د سپريم کورټ د نورو ججانو د ټاکل کېدو طريقه کار شامل دي.

د حکومت مخالف سياسي ګوند پاکستان تحریک انصاف غړيو د پارلیمان څخه د 26 م اييني بدلون په منظورولو کې خپلې رای نه وې ورکړې او اوس يې د ياد اييني بدلون په ضد د احتجاج دړکه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG