لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوټې احتجاج کوونکي وایي که غوښتنې يې ونه منل شي نو په لویو او سختو احتجاجونو به لاس پورې کوي


په يوولسم اکتوبر د خېبر پښتونخوا صوبې په خېبرضلعې کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له قامي جرګې وروسته د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د جرګې په ملاتړ او په سيمه کې د روانو نا امنۍ د پېښو د مخ نيوي په موخه د غونډو لړۍ دوام لري.

د ملي پاڅون په نامه د غونډو او د احتجاجونو په لړ کې د بلوچستان په سر ښار کوټې کې د ګل - دوشنبې په ورځ شوې غونډه کې عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، نېشنل ډيموکرېټک ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په چمن ښار کې د روان احتجاجي پرلت استازي شريک وو، د پاکستان حکومت تر خيبر جرګه څو ورځې وړاندې پر پي ټي ايم بنديز هم لګولی دی.

په کوټې کې شوې غونډې کې شریک پښتون ملتپاله سياسي مشران او فعالان وايي د بلوچستان حکومت د سيمې او وطن د ستونځو په هوارولو کې ناکامه شوی دی.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند سينېر مرستيال مشر رضا محمد رضا وي او اې ډیوه ته وویل :

" د اسمبلۍ مخې ته ځکه احتجاج کوو چې زموږ دا ګیله ده له دې اسمبلۍ چې په تېر يو کال کې په چمن کې احتجاج دی، په دې پښتون وطن، دوکۍ، هرنايي، شاهرګه کې مرګونه او ترهګري ده، په ټول جنوبي پښتونخوا وطن کې، نو دې اسمبلۍ خپل کردار نه دی ادا کړی"۔

په کوټې کې شوې غونډې کې شریک د پي ټي ايم د بلوچستان مشر نور بادشاه وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږ خپله خبره ښکاره ورته اېښې ده، يو خو په خېبر کې چې کومه قامي جرګه شوې د هغې پريکړې دې و منل شي، دا قانوني غوښتنې دي، چې پښتون قام له دې ستونځو سره مخ دی. بل دلته په چمن ښار کې له يوه کال راهيسې خلک پر پرلت ناست دي، د هغوی جايز غوښتنې نه دي منل شوې. بيا په دوکۍ کې لس ورځې وړاندې شل- يوویشت د کولي پښتانه مزدوران په ناترسۍ سره وژل شوي وو، داسې په ږوب، لورالايي ډويژن کې، کوټه، پشين کې هره ورځ د ترهګرۍ پېښې کېږي، او پر سياسي کارکنانو غير قانوني مقدمې درج کېږي، موږ دا خبرې د دوی مخې ته کېښودې“۔

د بلوچستان اسمبلۍ د غړو درې کسيزه وفد د اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوونکو سره خبرې اترې وکړې او وويل چې د چمن احتجاج کوونکو غوښتنې جايزې دي او دا د لکونو خلکو د روزګار مسئله ده. او د دې د حل لپاره دوی سنجيده دي او په لنډ وخټ کې به له مرکزي حکومت سره تماس نیسي. د اسمبلۍ غړو په وينا يواځې په پښتني سيمو کې نه بلکې په ټول بلوچستان د نا امنۍ له ستونځې سره مخ دی.

د بلوچستان صوبايي وزیر سليم احمد کهوسه چې د احتجاج ګډونوالو سره خبرو حکومتی وفد کې شامل و وویل:

" اوس چې تاسو د ځواکونو په باب کوم تورونه ولګول، نو موږ بايد پر دې ژور فکر وکړو، ولې چې زموږ د دښمن کوشش دی چې اولس او ځواکونه په خپل مينځ کې سره وجنګوي، زموږ ځواکونه په ايماندارۍ سره د امن خوندي ساتلو خپله دنده تر سره کوي"۔

د احتجاج کوونکو په وينا که غوښتنې يې ونه منل شي نو په ټول وطن کې به په لویو او سختو احتجاجونو لاس پورې کوي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG