لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې په یو دوکان د مارټر ګوله غورځېدلې ، د ماشومانو په ګډون د 20 نه زيات کسان زخمیان شوي


ځايي خلک وايي په دې پېښه کې په بازار کې يو دوکان په نخښه کړې شوې او په دغه وخت په دوکان کې ماشومانو په شمول لوی عمر کسان هم موجود وو (فایل فوټو)
ځايي خلک وايي په دې پېښه کې په بازار کې يو دوکان په نخښه کړې شوې او په دغه وخت په دوکان کې ماشومانو په شمول لوی عمر کسان هم موجود وو (فایل فوټو)

د اکتوبر په 21مه د افغانستان په پوله پرته د خېبر تيراه پيرميله سيمه کې په یو دوکان د مارټر ګوله غورځېدلې چې له امله یې د 20 نه زيات تنان ژوبل شوي دي.

د تيراه پيرميلې سيمې خلک وايي دا پېښه د ګل- دوشنبې په ورځ ماسپېښين دوه بجې هغه مهال مخې ته راغله کله چې په بازار کې ميله لګیدلې وه .

ځايي خلک وايي په دې پېښه کې په بازار کې يو دوکان په نخښه کړې شوې او په دغه وخت په دوکان کې ماشومانو په شمول لوی عمر کسان هم موجود وو.

د پېښور حيات ميډیکل کمپلېکس هسپتال (اېچ اېم سي) وياندې وي او اې ډيوه ته ويلي ياد هسپتال ته د تيراه د پېښې 13 رخمیان راوړل شوي وو. په دغه کې د ماشومانو په شمول ځوانان هم شامل وو.

نوموړې زیاته کړه اووه تنان يې بېګاه رخصت کړي کوم چې معمولي لګېدلي وو او شپږ تنان له هم په روغتون کې داخل دي او علاج يې روان دی.

د يادې پېښې په اړه تر دې وخت پورې د پوځ مطبوعاتو ادارې (ای اېس پي ار) څه نه دي ويلي، خو ځايي پوليس چارواکي دغه پېښه تائيدوي او وايي په دې اړه نور څه نه شي ویلي ولې چې دا پېښه د دوی سره تړلې نه ده.

بلخوا د تيراه پير ميلې سيمې اوسېدونکی شمس الحق وي او اې ډيوه ته ويلي دا ډرون بريد ؤ او مارټر ګوله نه وه ولې چې په رڼا ورځ ټولو تنانو ليدلې وه.

نوموړی وايي په دې پېښه کې يې درې زامن، يو وراره او يو يې ورور ژوبل شوی دی.

هغه ووېل يو زوۍ يې په خېبر ټیچینګ هسپتال (کې ټي اېچ) کې داخل دی او نور کورنۍ غړي يې په حيات ميډیکل کمپلېکس هسپتال کې داخل دي او پينځه واړه د مرګه بچ شوي دي.

د خېبر سيمې د پښتونخوا اسمبلۍ غړي سهيل اپريدي په خپله اېکس پاڼه د عيني شاهدالو له خولې ليکلي په تيراه پير ميله کې په ميله باندې ډرون بريد شوئ او په کې 25 پورې تنان ژوبل شوي چې په کې 12 ماشومان هغه دي چې عمرونه يې کم دي.

هغه زياته کړې په دې ژوبل تنانو کې د دوو ماشومانو حالت ښه نه دی او ټول تنان په اېچ اېم سي هسپتال کې داخل دي او علاج يې روان دی.

څو اونۍ وړاندې په تيراه پير مېله سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان او لشکر اسلام جنګيالي ليدلي شوي وو او په بازار او نورو ځايونو کې په ازاده توګه ګرځېدلي وو.

د دې ترڅنګ د خېبر کوکي خيل قبيلې مشرانو نن د اکتوبر په ۲۲مه په وزيراعلا هاؤس کې پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره ليدلي دي او د تيراه راجګل کډوالو د ستنېدو په اړه يې ورسره تفصيلي خبرې اترې شوي دي

د کوکي خيل قبيلې مشر ملک نصير احمد په خپل يو ويډيو پېغام کې ويلي د اکتوبر29 نېټې راهسې به د راجګل تورچپر سيمې ته 2200 پورې کورنۍ ستنېدو عمل پېل شي او پاتې 4500 کورنۍ به د راروان کال د مئ په مياشت کې ستنېږي

نوموړي ووېل وزيراعلا ورسره په دې لړ کې ژبه او لوظ کړئ وو او نن يې په رسمي توګه يوه اعلاميه هم جاري کړې ده

هغه وايي يوې کورنۍ ته به 35,000 روپۍ د ستنېدو په وخت ملاوېږي او راتلونکې اونۍ نه به د کډوالو د ستنېدو لړئ پېل شي.

د تيراه راجګل نه بې کوره شوي خلک په داسې حال کې خپلو کورونو ته ستنېږي چې څو ورځې وړاندې يې احتجاجي پرلت د 75 ورځې پس ختمېدو اعلان وکړو او پاک۔افغان تجارتي لاره يې قريباَ 56 ورځې په جمرود بګياړي پوستې سره د احتجاج په توګه تړلې وه.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG