لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې په تېرو 24 ساعتونو کې د 17 امنیتي اهلکارو په ګډون 24 تنه وژل شوي


خېبر پښتونخوا کې په تيرو 24 ساعتونو کې په وسله والو بريدونو او نورو پېښو کې د 17 امنيتي اهلکارو په ګډون لږ تر لږه 24 تنه وژل شوي دي. د ناامنۍ نزدې لس پېښې شوي او نهه پکې په جنوبي ضلعو کې ترسره شوي دي.

تازه پېښو کې غټ بريد د ډېره اسماعيل خان په درازنده علاقه کې د اېف سي ځواک په پوسته شوی، لس اېف سي اهلکار پکې وژل شوي، له دغې وروسته پرون ماسپښين د بنو جانې خېلو کې د پوليس په ګشتي پارټۍ برید کې يو پوليس افسر او ساتونکی اهلکار یې وژل شوي وو.

د دغو دواړو بريدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې دي، پاکستان ټي ټي پي د خوارج په نوم يادوي.

درېمه پېښه د لکي مروت په سرای نورنګ علاقه کې شوی، پوځي افسر چې د کاکول په پوځي اکېډمۍ کې یې تربيت ترلاسه کولو، په جومات کې دننه وسله وال بريد کې وژل شوی، او پېښه کې دوه نور کسان ژوبل شوي هم وو.

د دغې بريد زمه واري هم ټي ټي پي منلې، ټي ټي پي په بنو کې د جمعيت علمااسلام ګوند د يو تن د وژلو زمه واري هم منلې.

هم پرون په خېبر ضلعه کې په امنيتي اهلکارو بريد کې دوه پوځيان وژل شوي، او بله پېښه کې په بر جنوبي وزيرستان کې د اېف سي اهلکار، او يو پوليس اهلکار په ټانک کې وژل شوی دی.

د بنو پوليسو دعوه کړې، تېره شپه پرې حمله شوې خو بريد په شا تمبول شوی او دوه حمله کوونکي یې وژلي دي، خو ځايي خلک تور لګوي چې پوليسو په قېد کې بندي کسان وژلي او د هغې پرضد بيا احتجاج هم شوی دی.

هم پرون د کوز جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې د پوليسو په ګاډي چاودنه شوې خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

او بله پېښه بیا په بر جنوبي وزیرستان خېسور کې شوې، د جمعيت علمااسلام پخواني سېنېټر صالح شا په کور چاودنه شوې، خو په کور کې یې څوک نه وو او کور یې په بشپړ ډول تباه کړل شوی دی.

د ناامنۍ وروستۍ پېښه د لکي مروت په بچکن احمدزی علاقه کې شوې، ځايي خلک وايي، څو کسان د موسيقي پروګرام ته روان وو، د پوليسو په ډزو څلور تنه وژل شوي، خو پوليس وايي، د پېښې پلټنې کوي.

خېبرپښتونخوا او په ځانګړي توګه د صوبې جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او زيات بريدونه په امنیتي ځواکونو شوي دي.

د امنيتي چارو کار پوه پخواني لوړ پوړی پوليس افسر اختر علي شاه وايي، خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ نه ختمېدو څو علتونه دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل، يو دا چې وسله وال تنظيمونه يا ډلې په مکمله توګه ختم نه دي، شتون لري. بل په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره وسله وال نور ډاډ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان امنيتي ادارې، پوليس او پوځ په دفاعي پوزيشن کې ښکاري، چې حمله پرې وشي ځواب کوي، داسې نه ښکاري چې دوی په وسله وال پسې دي.

ښاغلي اختر علي شاه وويل، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې څو ځله پوځي عمليات شوي، د دغو عملياتو په نتيجه کې دومره کار شوی چې وسله وال اوس کومه علاقه په رسمي ډول په لاس کې نه لري يا په کوم ځای کې د حکومت عملداري نشته، داسې نه ده، خو د ترهګرۍ ملا پوره نه ده ماته کړل شوې.

څيړونکی خبريال حقنواز خان وايي، خېبرپښتونخوا او جنوبي ضلعو کې حالات سخت خراب دي او داسې ويل کيږي چې دغلته د شپې په وخت پوره د وسله والو واکمني وي، او د ورځې هم ځای په ځای وسله وال ښکاري.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، داسې ښکاري چې وسله وال پوره منظم شوي او د پاکستان پوځ چې د زرګونو په شمېره کې د عملياتو دعوې کوي، داسې ښکاري چې دغو عملياتو کومې نتيجې نه دي ورکړي. بله دا چې مرکزي او صوبايي حکومت په يو مخ نه دي او د دې ترڅنګ د وسله والو ضد عملياتو ته ولسي ملاتړ هم نه ليدل کيږي، ځکه بدامني روانه ده.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د ستمبر د میاشتې په پينځمه نېټه ویلي وو، د روان کال په لومړو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد عملياتو تفصيل یې ويلي وو، چې"سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې د اګست په مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، او د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي وو".

هغه ويلي وو، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شريف او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي پرون په اېف سي ځواک او نورو امنيتي اهلکارو بريدونه غندلي او ويلي يې دي، ترهګري به د جرړو څخه ايستلی شي.

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG