لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په کرکټ کې د اسیا اېمرجنګ لوبو کپ وګټلو


د اسیا اېمرجنګ کپ په فاینل لوبه کې چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۷مه) د عمان په مسقط ښار کې وشوه، د افغان ابدالیانو کرکټ ټیم وکړی شول چې سري لنکا ته په اوو (۷) وېکېټو ماتې ورکړي او د دې لوبو اتلولي/کپ وګټي.

په دې لوبه کې سري لنکا اول بېټنګ وکړ چې په شل آورونو کې یې د اوه وېکېټو په سوځېدو، اېله ۱۳۳ منډې وکړې. په دویم مېدان کې افغانستان ټاکل شوی ۱۳۴ هدف، د صرف درېیو وېکېټو په سوځېدو سره، په نولسم آور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

په دې لوبه کې د افغانستان په بالرانو کې تر ټولو زیاتې وېکېټې، بلال سمیع او الله محمد غضنفر واخېستې، او د ټولو زیاتې منډې (۵۵) صدیق الله اتل وکړې.

تر دې وړاندې، په سیمي فاینل کې افغانستان (افغان ابدالیان لوبډلې) د هند الف ټیم ته په شل (۲۰) رنزونو کې ماتې ورکړې وه. سري لنکا په سیمي فاینل کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا اېمرجنګ کپ لوبې د کرکټ آسیایي کونسل لخوا تنظیم کیږي چې دا یې شپږم پړاو و.

تېر ځل د اسیا اېمرجنګ کپ اتلولي، پاکستان ګټلې وه.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG