لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ټاکنو په ورځ د روس د اثر سېوا کېدو خبرداری ورکړی


يواځې څو ساعته وړاندې، په داسې وخت کې چې په ميلينونو امریکايان صدارتي ټاکنو کې رای ورکوي، د امریکا استخباراتي ادارو د د اثر رسوخ سېوا کېدو د عملياتو سخت خبرداری ورکړی. په دې خبرداری کې ویل شوي ځينې هڅې د دې دپاره روانې دي چې د امریکایانو مخ يو بل ته واړوي يا یې په یو بل بې باوره کړي.

د ګل، دوشنبې په ورځ ناوخته خپور شوي بيان کی رای ورکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د اثر رسوخ يا نفوذ د نوې څپې په اړه محتاط اوسي د کوم هدف چې د امریکا په انتخابي عمل بې باوري جوړول دي، او د دې کار دپاره ممکن جعلي ویډیوګانې او رپوټونه خپاره شي په ځانګړي ډول سوینګ رياستونو کې خلک غصه او تاوتريخوالی سېوا کړي.

د امریکا د قامي يا ملي استخباراتو دفتر، اېف بي آی، سايبر سيکیورټي او معلوماتي امنيتي ادارې، سي آی اېس اې ويلي، "روس تر ټولو زيات فعاله ګواښ دی".

دوی ویلي، "د روس سره اثر لرونکې ډلې ځانګړي ویډیوګانې جوړوي او جعلي رپورټونه خپروي چې د ټاکنو باور يا حیثیت ته تاوان واړوي، رای ورکوونکو کې ويره خوره کړي او وښايي چې امریکایان د سیاسي نظریاتو په اساس په يو بل تشدد وکړي".

د ادارو په بیان کې دا هم ویل شوي، "مونږ اټکل کوو چې د روس اثر لرونکې ډلې به د ټاکنو په ورځ او د ټاکنو وروسته په راتلونکو ورځو او اونیو کې په همدې موضوعاتو نور جعلي مواد خپاره کړي، او دا هڅې په انتخاباتو کې د کارکوونکو چارواکو په وړاندې د تاوتریخوالي خطر سېوا کولی شي".

دا تازه خبرداری د هغې کړۍ ده چې د نهې، سه شنبې د ورځې د انتخاباتو نه وړاندې د استخباراتي ادارو په اوونيو او میاشتو کې ورکړي دي.

سره له دې چې په صدارتي انتخاباتو کې زیاتره رای بې د کومې ستونزې ورکړل شوي، خو د رياستونو په کچه د انتخاباتو چارواکو خبرداری ورکړی چې د ټاکنو په ورځ ځينې ګډوډی جوړېدلی شي.

د رياستونو د ملي اتحادي سيکرټريانو او ډايريکټرانو ويلي، "لکه د هرې ټاکنې په ورځ، دا مهمه یادونه وکړو چې عملیاتې ستونزې جوړېدلی شي".

بیان کې ویل شوي، "د رايو ورکولو ځایونه ممکن ناوخته پرانستل شي، د ګڼې په وخت د خلکو قطارونه اوږدېدی شي، او یا بجلي یا برق تلی، قطع کېدی شي، دا هغه چېلنجونه دي چې د ټاکنو په وخت رامخې ته کېدی شي".

ويل شوي، داسې هڅې ليدل شوي چې انتخابات د پټلۍ څخه وغورځول شي.

سي آی اېس اې ويلي، د"وړوکې کچې پېښې" یې لیدلي دي، چې په کې د انتخاباتو سرکاري رسمي وېب پاڼه کښېنول او په خدماتو یې حملې کېدل، او ورسره د رایو د بکسونو د الوځولو يا سوځولو هڅې هم شاملې دي.

د خبرداری دا تازه بيان په داسې وخت کې ورکړل شوی چې يواځې دوه اوونۍ خبرداری ورکړل شوی او ويل شوي وو، "روس، ایران او چین هڅې کوي چې په امریکا کې بې اتفاقي جوړه کړي، امریکایان وويشي او د امریکا د جمهوري نظام سیستم په اړه د خلکو باور راکم کړي، او دا دوی خپلې ګټې بولي".

په دې خبرداری کې زياته کړل شوې، چې د امریکا استخباراتي ادارو داسې د زيات باور وړ معلومات ترلاسه کړي چې روس د تاوتریخوالي جوړولو په پلان لاس پورې کوي، او ښايي ایران هم د مسکو د دې هڅو پېروي وکړي.

روس، ايران او چين د اثر رسوخ د عملیاتو په اړه له دې وړاندې پرله پسې د امریکا دغه ارزونې او بيانونه رد کړي دي.

د سي آی اېس اې چارواکو د ګل – دوشنبې په ورځ ناوخته وویل، په انتخاباتو کې د 24 ساعتونو نه لږ وخت پاتې دی ، او داسې هیڅ شواهد نشته چې ترې معلوميږي، روس ، ایران او چین په ډول بهرني دښمنانو سره داسې وسیلې شته چې د هيواد (امریکا) په انتخاباتي نظام کې داخل شي او څه بدلون پکې وکړي.
د سي آی اېس اې ډایریکټرې جېن ایسټرلي وویل، "زه په ډېر ډاډ سره ویلی شم، زه باور نه لرم چې زمونږ د انتخاباتو تکنیکي هېک په داسې ډول ممکنه ده چې دا په صدارتي انتخاباتو اثر کولی شي."

ایسټرلي خبریالانو ته وویل،"د حفاظت ډېرو کچو ته په کتو سره ، د سایبر سیکوریټۍ ساتنه، د فزیکل لاسرسي کنټرولونو، د درستګۍ دپاره د انتخاب نه مخکې د اېکوپمنټ (سامان) ازموینه، د انتخاب وروسته پلټنې (اډټس). نو دا به د یو بد ایکټر(هېواد) دپاره ممکنه نه وي چې زمونږ د ووټونو ورکولو سیسټمونو کې په داسې کچه لاسوهنه یا بدلون وکړي چې په صدارتي انتخاب په نتیجو اثر وکړي او یقینا د دې بغیر چې معلوم نشي ".

د ګل- دوشنبې تر ناوخته پورې د سي آی اېس اې ترمخه چې له 77 میلینه نه زیاتو امریکایانو په ارلي ووټنګ یا د مخکې نه خپل ووټونه- رایه ورکړې، او تمه کیږي چې لسګونه میلینه نور به د انتخاباتو په ورځ په شخصي توګه ووټونه واچوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سټېټ بېنک د سود شرح دوه فیصده کمه کړی خو سوداګر دا کافي نه ګڼي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG