لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدارتي ټاکنې: د هېريس يا ټرمپ سپينې ماڼې ته رسېدو پرېکړه د امریکايي ووټرانو په لاسو کې


د امریکې په ميلينونو ووټران د نهې، سه شنبې په ورځ صدارتي ټاکنو کې رای ورکوي، په مرستيال صدره کاملا هېريس او مخکيني صدر ډانلډ ټرمپ کې يو خپل راتلونکی صدر ټاکي.

د امریکې د مشرقي ساحل په ریاستونو کې د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د نهې، سه شنبې، په ورځ سحر وختي ووټونه شروع شول.

د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټېک پارټۍ نامزد امیدوارې او نایب صدر کاملا هېرېس ترمنځ مقابله سخته بلل کېږي. په ځانګړي ډول هغو ریاستونو کې، چې د ګټې فيصله کولی شي.

د هېواد نوي صدر غوره کولو دپاره د ۸۲ مېلین نه زیاتو امریکایانو وختي ووټونه ورکړي دي.

د سرښار واشنګټن په ګاونډ کې په ورجېنیا ریاست کې به د نهې، سه شنبې، په ورځ د ووټونو وخت د ماښام اووه بجې، په سرښار واشنګټن او په مېرېلېنډ ریاست کې اته بجې سر ته رسېږي.

دواړو کاندیدانو، کاملا هېريس او ډانلډ ټرمپ، د ګل، دوشنبې په ورځ په پينسلوينیا کې غونډې وکړې، دا يو د هغو رياستونو څخه دی چې د ټاکنو په نتيجو کې مهم رول لوبولی شي.

هېريس د خپلو ملاتړو غونډې ته ويلي، "سبا د ټاکنو ورځ ده، او کامیابي زمونږ په لور ده".

هېريس د پټسبرګ په تاریخي د سټيلو جوړولو کارخانې چې د امریکا د صنعت علامت بلل کیږي، خپلو ملاتړ کوونکو ته په وینا کې زياته کړه، چې "زمونږ کمپېن د امریکایانو د هیلو او امېدونو سره تړلی لري. مونږ خبر يو، دا د امریکا د نوي نسل د مشرتابه وخت دی، کومه غلطي ونه کړئ، مونږ به ګټو".

بل لور ته، ټرمپ د لوبو په يو مرکز کې خپلو پلويانو ته وویل، د ټرمپ بل دور به "تر ټولو لوی داسې قتصادي پرمختګ پیل کړي چې نړۍ به له دې وړاندې نه وي ليدلی".

هغه وويل،"که تاسو کاملا ته رایه ورکړه، نو تاسو به نور څلور کاله د ناکامۍ، بدمرغۍ او ستونزو سره مخ شئ، زمونږ ملک به بيرته را ونه ګرځي".

ټرمپ وویل، "ماته ووټ راکول به ټولو امریکايانو ته بې د کوم مذهب، رنګ او نسل، زيات اجرت، زیاتېدونکې ګټې، زيات روزګار او موقعې ور برابرې کړي".

ټرمپ ویلي، د سه شنبې د ورځې ټاکنې به په هغه صورت ومني چې رڼې وشي، خو ډېموکرېټان مخالفين یې وايي، د ټرمپ مطلب دا دی چې هغه به يواځې په هغه صورت کې نتيجې ومني چې وی یې ګټي.

دواړو امېدوارانو د رایو ورکولو او شمېرنې د عمل دپاره قانوني ټيمونه جوړ کړي دي، دوی به د نهې د ورځې د رايو عمل، بيا پسې راتلونکې ورځې، تر دې چې ښکاره ګټه نه وي اعلان شوي، دا هر څه ګوري.

که ټرمپ بریالی کيږي، نو هغه به د ګرور کليولېنډ څخه وروسته دویم صدر شي چې پرله پسې دوه ځله صدر نه دی جوړ شوی. همدغه ډول، هغه به لومړی صدر وي چې په 34 تورونو کې مجرم پېژندل شوی دی.

ټرمپ په خپل کمپېن کې اکثره خپلو ډېموکرېټک مخالفينو ته په ملک دننه دښمن ويلي او د ملک راتلونکي ته یې د ګواښ په توګه ياد کړي دي. هغه په کاملا هېريس هم نيوکې کړي او هغه يې کم عقله بللې ده.

هېريس، چې د کمپین په پیل کې ځان د کمزوري کاندیدې په توګه معرفي کولو، په دې وروستیو کې یې خوشبیني څرګنده کړې او وايي هغه د هیواد 47مه صدر کېدل غواړي. که بریالۍ شوه، هغه به لومړنۍ ښځينه صدره، د جنوبي اسیا اصله امریکايي او د باراک اوباما وروسته به د صدر په څوکۍ دويمه تور پوستې وي.

د امریکايي انتخاباتو په اړه شوې سروی رپوټونه ښايي چې د امریکې رای ورکوونکي د دواړو امېدوارانو دپاره وېشلي ښکاري.

د اې بي سي په سروی کې ویل شوي، چې ټرمپ په اوو مهمو سوينګ ریاستونو کې په پينځو کې مخکې دی، خو واشنګټن پوسټ ويلي، د ارزونو سره سم یې هېريس په څلورو رياستونو کې مخکې ده. نیویارک ټایمز وايي ټرمپ په څلورو رياستونو کې مخکې دی، هېريس په دوو کې، او په پينسلوينيا کې د دواړو سيالي برابره ده.

د امریکې په ټاکنو کې د مهمو رياستونو اهمیت نشي کمول کیدی.

د امریکا صدارتي ټاکنې د ملي رای پر اساس نه بلکې د انتخابي يا الېکټورل کالج له لارې ترسره کیږي، د رياستونو الېکټورل رای د ابادۍ په بنياد وي، ګټونکی امېدوار په 538 الېکټورل رایو کې 270 رای ترلاسه کولو ته ضرورت لري چې وګټي او صدر جوړ شي. يواځې پينسلوينيا 19 ووټونه لري.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

په دې خبر کې ځينې معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سټېټ بېنک د سود شرح دوه فیصده کمه کړی خو سوداګر دا کافي نه ګڼي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG