لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيوټن دعوه کړې، په اوکراين یې د نوي ډول ميزايل حمله کړې، د لويديځ دفاعي نظام یې نه شي ودرولی


د روس صدر ولاديمير پيوټن د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي، کريملن روانه اوونۍ د اوکراين لخوا په روس کې دننه داغلي، د امریکې او برتانيې د ميزايلو په ځواب کې د مينځنۍ فاصلې پورې تلونکی بېلسټک ميزايل داغلی دی.

په ټيلي ويژن وينا کې د روس صدر خبرداری ورکړی، د امریکې فضايي دفاعي نظام به د ميزايل په ودرولو کې بې کاره شي.

د نوي ميزايل په اړه یې ويلي، د غږ د رفتار نه لس چنده ګړندی ځي، هغه ويلي، نوی ميزايل [اورشنيک] نوميږي، دا په روس کې د يوې ونې نوم دی.

پيوټن ويلي، دا ميزايل د اوکراين په هر اتحادي د حملې دپاره کارول کېدی شي، د چا ميزايل چې کېيف په روس داغي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د زيارت په ورځ د دنیپرو په ښار د روس لخوا د ميزايل ویشتو غندنه کړې، ايټمي اېډوېنچراو په جګړه کې یې ورته نوی پړاو ويلي دي.

زیلینسکي دغه برید د ماسکو د پراخې سټراټيجۍ برخه بللې او ويلي يې دي، پيوټن اوکراين د هغو وسلو د ازمايلو دپاره د ميدان په توګه کاروي کومې چې نړۍ ته جوړوي.

د امریکې د صدر جوبايډن اوکراين ته د روس د محدودو اهدافو په نخښه کولو دپاره د امریکې د اېټکمس ميزايل اجازت ورکولو وروسته، د روس صدر پيوټن خپله لومړۍ تبصره کې ويلي، "مونږ باور لرو چې مونږ خپلې وسلې د هغو هيوادونو د پوځي اهدافو پرضد کارولو حق لرو څوک چې خپلې وسلې زمونږ د اهدافو پرضد کارولو اجازت ورکوي".

د امریکې د دفاع وزارت مرستیالې وياندې سبرينا سينګ ویلي، د روس لخوا د زیارت په ورځ کارول شوی ميزايل د براعظمونو پورې د بېلسټک ميزايل د مينځنۍ فاصلې پورې ويشتو نوی ازمایل شوی ميزايل وو.

هغې ويلي، دا نوې ډول خطرناکه وړتيا وه، چې ميدان ته راوړل شوې او دا په يقيني ډول د اندېښنې وه.

د کريملن وياند ديمتري پيسکوف ويلي، د نيوکلير يا ايټمي خطرې کمولو دپاره د چېنلو د لارې د دغه ميزايل څخه وړاندې امريکا خبر کړل شوې وه.

پيوټن ويلي، په منځني اوکراين یې حمله، د نهې او شورو په ورځ په جنوبي روس د کېيف لخوا د امريکې او برتانيې د میزايلو په ځواب کې کړې ده.

هغه ويلي، د اوکراين په حملو کې د روس د براينسک په علاقه کې د ګوله بارود په ذخیزه اور لګېدلی او د کرسک په علاقه کې ځینې امنيتي اهلکار ژوبل شوي او وژل شوي هم دي.

د روس صدر ويلي، د دغه ډول عملياتو سېوا کېدو په صورت کې به دوی هم پرېکنده او هغه ډول ځواب ورکوي.

پيوټن ويلي، د لويديځ مشران چې د ماسکو پرضد د خپلو پوځونو کارولو پلانونه جوړوي، هغوی له سوچ کول پکار دي.

هغه ويلي، په اورشنيک یې د نېپرو کې د ميزايلو مشهوره کارخانه په نخښه کړې ده.

د امریکې صدر په وروستيو کې اوکراين ته د امریکې جوړ د اوږدې فاصلې پورې ويشتونکي ميزايل [اې ټي سي اېم اېس] کارولو اجازت ورکړی وو.

صدر بايډن دا فيصله په داسې وخت کې کړې، چې شمالي کوريا خپل لس زره پوځيان د اوکراين په جګړه کې برخې اخستو دپاره روس ته لېږلي وو.

په ياده جګړه کې تراوسه پورې د زرګونو په شمېره کې کسان وژل شوي، د لکونو په شمېره کې بې کوره شوي او څو ښارونه تباه شوي دي.

د اوکراين اتحادي لويديځو هيوادونو تراوسه پورې اوکراين ته په غټه کچه جنګي سامانونه ورکړي، خو تراوسه يو ملک نه دي ويلي چې د اوکراين د پوځ سره به اوږه په اوږه جنګېدو دپاره خپل پوځ وليږي.

د دې خبر معلومات د اې پي او رويټرز څخه اخستل شوي

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG