لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې برید کې د وژل شویو شمېر 45 شو، داوړ وایي "ریاست پښتونخوا کې واک ترهګرو ته سپارلی"


پاکستاني چارواکي وایي د پښتونخوا په کورمه ضلع کې پر مسافر وړونکو ګاډو باندې د "ترهګرو" د ډزو په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه 45 ته رسېدلی او 20 نور ټپیان دي. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته د کورمې په برید کې د مرګ ژوبلې شمېر تایید کړی دی.

د کومې پولیسو او د روغتون چارواکو ویلي په وژل شویو کې امنیتي عسکر، ښځې او ماشومان هم شامل دي او وایي امکان لري چې د مړو شمېره نور هم زیات شي.

دا پېښه د نومبر په 21مه د کوزې کورمې په مندوري علاقه کې شوې، له پاړا چناره د مسافرګاډو قافله پېښور ته روانه وه، چې په لاره کې پرې نامعلومو وسلوالو ډزې کړې دي.

د سرچينو په وینا قافله د پولیسو په ساتنه کې روانه وه او ځينې سرچینې وايي د پوليسو او وسلوالو بريد کوونکو تر منځ نښته هم شوې، خو وایي‌ وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

سمدستي کومې وسلوالې ډلې د پېښې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو پولیس وایي چې په سیمه کې یې د بریدګرو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

چارواکي دا د مځکې پر سر شخړه ګڼي چې په وروستیو کې په سیمه کې د سُني او شیعه قبیلو تر منځ پېښه شوه او د اګست او اکتوبر تر منځ په څو اوونیو کې په دغه جګړه کې تر 100 زیات کسان ووژل شول.

غبرګونونه:

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن په کورمه کې تاوتریخوالی "نه ختمېدونکی" بللی او پرونۍ پېښه یې غندلې ده.

ایچ آر سي پي پر خپل ایکس په یوه بیان کې د "بې ګناه کسانو" د وژل کېدو د دا ډول پېښو تکرار د عامو وګړو د امنیت په ساتلو کې د وفاقي او صوبايي حکومتونو د ناکامۍ تصدیق کوي:

"موږ له دواړو حکومتونو د سمدستي او غوڅو ګامونو غوښتنه کوو چې د تشدد دغه بیا بیا پېښېدونکې لړۍ د همېشه لپاره ختمه کړي".

د پاکستان د قومي اسمبلۍ مخکیني غړي او د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مشر محسن داوړ دا پېښه بې رحمانه بللې او غندلې یې ده. داوړ پر خپل ایکس لیکلي، دا "وحشتناک برید" د خپلو وګړو په ساتنه کې د ریاست "ناکامي" ښیي:

"کورمه او پښتونخوا د تشدد په منګولو کې ده. ریاست په پښتونخوا کې خپله واکمني ترهګرو ته سپارلې ده".

داوړ په یو بل پوسټ کې لیکلي، د مړو شمېر په زیاتېدو دی، خو وایي په مرکز [مېن سټریم] کې د دې ډله ییزې وژنې په اړه هیڅ بیړنی حالت یا تادي نه محسوسېږي. داوړ ویلي، "د غندنې د معمول پړاو ختم شوی او داسې ښکاري چې هر څوک نور خپل کار کوي".

د پاکستان صدر آصف علي‌ زرداري هم د کورمې پېښه غندلې او وایي پر "بې ګناه مسافرو باندې برید یو بزدلانه او غیر انساني" عمل دی. زرداري پر ایکس په پوسټ کې په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو انجام ته د رسولو لارښوونه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم دا پېښه غندلې او د برید کوونکو د پېژندلو او سزا ورکولو امر یې کړی دی. د پاکستان سرکاري ټي وي پر خپل ایکس د وزیراعظم له خولې لیکلي، چې "د هېواد د امن دښمنانو د بې ګناه وګړو پر کاروان برید کړی چې له "حیوانیت" سره برابر عمل دی:

"په ملک کې د امن د خرابوونکو عناصرو ټولې هڅې به شنډې کړل شي. په پیښه کې ککړ شرپسند عناصر به وپېژندل شي او مثالي سزا به ورکړل شي. ورانکاري په داسې بزدلانه کړنو د پاکستان د زړور ملت حوصلې نه شي کمزورې کولای".

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم د کورمې پېښه غندلې ده. د پیپلز ګوند په رسمي ایکس پاڼه د بلاول له خولې لیکل شوي، په کورمه ضلع کې د بې ګناه خلکو په نخښه کول ډېر بزدلانه او وحشیانه عمل دی:

"په پېښه کې ککړ مجرمان دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي، د امن او امان پر ځای کول د حکومت اوله ذمه واري ده، د ملکي وګړو د ژوند او مال تحفظ دې وشي".

پر ټولنیزو رسنیو نورو ګڼ شمېر خلکو هم د کورمې پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او د داسې پېښو ذمه واري یې پر حکومت ور اچولې ده ځکه چې وایي په کورمه کې د سُني او شیعه تر منځ له مودو راهیسې په شخړو کې خلک وژل کېږي خو حکومت یې په حل کولو کې ناکامه دی.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG