لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: دښمن غواړي چې پښتونخوا له پاکستانه جلا کړي


khwaja Asif
khwaja Asif

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی چې دښمنانو د پاکستان څخه د خېبر پښتونخوا صوبې د بېلولو خوب لیدلی اؤ تحریک انصاف ګوند ورته په دغه سازش کې سیاسي سهولت ورکوي.

هغه وایي طالبان چې له ډیورنډ کرښې را اوړي اؤ په پاکستان(خېبر پښتونخوا) کې بریدونه کوی نو دا د دښمن د هغه سازش یوه برخه ده چې غواړي خېبر پښتونخوا له پاکستانه جلا کړي.

خو څېړونکي بیا وایي چې طالبان افغانستان کې هم د پاکستان په مرسته واکمنۍ ته رسیدلي اؤ پښتونخوا ته هم د عمران خان د حکومت په تېره دوره کې د پاکستان پوځ راستانه کړي دي نو ځکه خواجه اصف اوس پښتونخوا کې د ترهګرۍ د روانو بریدونو پړه د بل چا غاړې ته نه شي اچولی.

تېره ورځ د پنجاب سيالکوټ سيمه کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، د افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرو راوښتل اؤ دلته بریدونه کول د پاکستان لپاره د زغملو نه دي.

د هغه وینا وه چې دا هر څه د پاکستان نه د خېبر پښتونخوا د جلا کولو لپاره د دښمنانو یو سازش دی اؤ پاکستان تحریک انصاف ګوند دښمنانو ته په دې سازش کې سیاسي اسانتیاوې ورکوي.

ښاغلي اصف ویلي په پاړا چنار کې فرقه ییز اړی ګړی پیدا کولی شي خو د صوبې حکومت په دغه صورتحال ځان غلی کړی دی .

وي او اې ډیوه د خواجه اصف ددې تور په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت د دریځ اخستلو په موخه د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف سره د واټسف له لارې د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغه د ډیوه لخوا ورلېږل شوي پېغام ته لا هیڅ ځواب نه دی ویلی.

د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر اؤ د قامي پارلیمان پخواني غړي محسن داوړ د دفاع د وزیر دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې ویلي چې خېبر پښتونخوا صوبه کې حالات نن یا پرون نه دي خراب شوي بلکې د ډیر وخت راهسې مونږ دا چغې وهو چې صوبه طالبانو ته سپارل شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ وویل "کله چې د سیمې لپاره د امریکې د نوي پلان لاندې افغانستان طالبانو ته وسپارل شو نو هغه وخت هم مونږ دا چغې وهلې چې دا کیسه(ترهګري) به اوس پښتونخوا ته هم راوغځېږي،اؤ دا هر څه چې کېدل نو د پاکستان ریاست ، د پاکستان پوځ اؤ د پاکستان استخباراتي ادارو په دې کې سهولت کاري کوله"

څېړونکی اؤ خبریال محمود جان بابر هم وایي چې نن که خواجه اصف صوبه کې د ترهګرۍ اؤ د طالبانو بریدونو کې د تحریک انصاف د حکومت په ناکامۍ نیوکې کوي نو پوښتنه داده چې تحریک انصاف ګوند چې د ۱۳ کالو راهسې خېبر پښتونخوا کې واکمني کوي نو دلته د دې ګوند ملاتړ ته د ولس ذهن سازي چا کړې ده؟

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی بابر وایي د خواجه اصف دا خبره سمه ده چې په صوبه کې دننه دا مهال د تحریک انصاف حکومت هیچرته نه ښکاري چې هغه دې د ترهګرۍ مخه ونیسي اؤ کومو خلکو چې پرون طالبان بېرته راوستي وؤ هغوي نن د پښتونخوا په حکومت کې ناست دي.

"لکه زه به د بېرسټر سیف نوم واخلم ، بېرسټر سیف په هغه خلکو کې ؤ چا چې دوي (ټي ټي پي)سره مذاکرات کړي وؤ ، د دوي پاکستان ته په راوستو کې د هغه غټ کردار ؤ ، هغه اوس دلته ناست دی اؤ سیاسي بیانونه جاري کوي"

محمود جان بابر وایي پاکستان اوس باید بېرسټر سیف په ټي ټي پي پسې ور ولېږي اؤ هغه دې دوي ته ووایي چې "تاسو خو مونږ راوستي وئ،تاسو ته مو دومره لاره درکړې وه، پاکستان ته مو راپریښي وئ،تاسو اوس زمونږ په صوبه کې دا کارونه (بریدونه) خو مه کوئ کنه"

ښاغلی محسن داوړ وایي خېبر پښتونخوا کې چې وسله والو ډلو ته څومره هم اسپیس ورکړل شوی دی نو دا د یو پلان لاندې دی اؤ نور هر څوک پوهیږي چې دلته څومره واک د سیاسي حکومت سره دی اؤ څومره په پښتونخوا اؤ قبایلي سیمو کې د پوځ اؤ استخباراتي ادارو سره دی.

د محسن داوړ په خبره "باید خواجه اصف پوره رښتیا ووایي ، دا خبره (ترهګري)یو ګوند یا یو صوبایي حکومت پورې محدودول مناسبه خبره نه ده، دا چې څه هم روان دي په دې کې ریاست اؤ پوځ لاس لري اؤ طالب که نن سبا په افغانستان کې په تخت ناست هم دی نو په دې کې د امریکې په وینا د پاکستان پوره،پوره سهولت کاري شامله ده"

په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبانو په دویم ځل افغانستان کې په اقتدار قبضه وکړه نو هغه مهال پاکستان کې د طالبانو په بریا د خوشحالۍ جشنونه نمانځل شوي وؤ اؤ د هغه وخت د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې" افغانستان د غلامۍ زنځيرونه وشلول"

همدا شان کله چې په دوحه کې د افغان طالبانو اؤ امریکې تر منځ د سولې مذاکرات کېدل نو د پاکستان موجوده د دفاع وزیر خواجه اصف په هغه وخت کې په ټولنیزو رسنیو د افغان طالبانو د یو مشر ملا عبدالغني برادر عکس خپور کړی ؤ اؤ ورته یې لیکلي وؤ چې "طاقتونه تاسو سره دي اؤ الله مونږ سره دی"

محمود جان بابر وایي اوس که خواجه اصف صوبه کې د بد امنۍ پړه د نورو غاړې ته اچوي نو په دې خواجه اصف یا وفاقي حکومت خپله غاړه له زمه واریو نه شي خلاصولی ځکه چې په ماضي کې د وفاق کردار ډير روڼ نه دی پاتې شوی.

د ښاغلي بابر په خبره ،د پاکستان ریاست وخت په وخت خپله بیانیه بدلوي اؤ کله ولس په یو شي پسې شاته لګوي اؤ کله په بل شي پسې.

هغه وایي ، دوي (اسټیبلشمنټ ) اوس په دې صوبه یرغل ددې لپاره کوي تر څو د صوبې ولس د تحریک انصاف له مرستې واړوي، خو پرون چې یې دا ګوند اقتدار ته رسولو نو په خېبر پښتونخوا کې یې د دوي لپاره نور سیاسي ګوندونه بدنام اؤ رسوا کړي وؤ اؤ بیلابیل تورونه یې پرې لګولي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG