لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ برېکس هیوادونو ته د امریکايي ډالر په مقابله کې د کرنسۍ جوړولو پرضد خبرداری ورکړی


د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د برېکس هېوادونو لخوا د امریکاي ډالر په مقابله کې د برېکس کرنسۍ جوړولو په ضد خبرداری ورکړی او وېلي یې دي، هغه وخت تېر شوی چې د برېکس هېوادونه به د کرنسۍ په توګه د ډالر نه ځان لرې کولو کوشش کوي او دوي به یې تماشه کوي.

نوموړي د خالي (شنبې) په ورځ‌ په خپله ټولنیزه وېب پاڼه (ټروت سوشل) وېلي د دغه ملکونو نه ژمنې اخستو ته ضرورت لري چې دوي به نه د برېکس نوې کرنسي جوړوي او نه به د ډالر په مقابله کې بلې کرنسۍ ته اوړي او که چرته یو هېواد داسې کوي نو د امریکې لخوا به د ۱۰۰ فیصد محصول سره مخ کیږي.

ډانلډ ټرمپ وېلي داسې هېڅ امکان نشته چې د برېکس کرنسي به په نړیوال تجارت کې د ډالره ځاې واخلي او زیاته کړې یې ده، هر هغه هېواد چې د داسې کولو کوشش کوي هغه دې امریکې ته په مخه ښه ووايي.‌

برازیل،‌ روس،‌ هند،‌ چین او‌ سویلي‌افریقې په ۲۰۱۱ کې د برېکس اېتلاف بنیاد اېښودی وو.‌ روان کال ایران، سعودي عرب، ‌متحده عرب امارات، ‌اېتیوپیا او مصر په رسمي توګه په دغه اېتلاف کې شامل شوي. په ۲۰۲۳ کال کې د برېکس په غونډه کې د ډالر په ځاې یو بله متبادل کرنسۍ کې خپل ترمنځ تجارت کولو باندې بحث شوی وو او د روانې میاشتې ۲۲ نه ۲۴مه نېټه پورې د روس په کزان ښار کې شوې د برېکس غونډې په ګډه اعلامیه کې د برېکس هېوادونو ترمنځ بېنکي نظام مضبوطولو او په اېتلاف کې شامل هیوادونو ترمنځ په ځايي کرنسیو کې روزګار کولو په ضرورت زور راوړی شوی وو.

خو د غونډې په آخره کې د روس صدر ولادمیر پیوټن وېلي وو د نړیوال کاروبار کولو لپاره د سوېفټ مالياتي نظام په مقابله کې د بل نظام په جوړولو کې ډېر کم پرمختګ شوی. نوموړي خبریالانو ته وېلي‌ وو د سوېفټ نظام په مقابله کې دوي نه بل نظام جوړ کړی او نه بل متبادل جوړوي. پیوټن زیاته کړې وه دوي د برېکس متحده کرنسۍ په اړه په دې وخت کوم غور نه کوي.

ټرمپ چې د دویم ځل لپاره د امریکا صدر ټاکل شوی، د کېنېډا او مېکسیکو په محصولاتو یې هم د ګمرکي تعرفو د ډیروالي خبرداری ورکړی. ډانلډ ټرمپ د تیرې دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و چې د خپلو دواړو ګاونډیانو – مېکسیکو او کېنېډا په وارداتو به ۲۵ فیصده ګمرکي تعرفي ولګوي.

Trump Trudeau
Trump Trudeau

ټرمپ ویلي و دا ګمرکې تعرفي ځکه لګوي چې دا هیوادنه متحده ایالاتو ته د مخدره موادو په ځانګړي توګه فینټنایل او کډوالو مخنیوي لپاره اقدامات نکوي.

د کاناډا او مکسیکو تر منځ ټرمپ د چین په مالونو هم د ګمرکي تعرفي د ډیروالي خبره کړې او د دې درې واړو هیوادونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ دا اقدام به د ټولو هیوادونو اقتصاد اغیزمن کړي، د انفلاسیون سبب به شي او د کار روګار مارکیټ به هم زیانمن کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG