لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو درې نورې پېښې رپورټ شوي


پاکستان کې د پوليو درې نورې پېښې په ډېره اسماعيل خان، کراچۍ کيماړۍ او سيند صوبې په کشمور کې رپورټ شوي، چې ورسره سږ کال تراوس پورې په 2024م کې د پوليو د رپورټ شوو پېښو شمېره 59 ته ورسېده.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، د پوليو وايرس او پېښو مالومولو دپاره قامي ليبارټرۍ کې دغه پېښې تصديق شوي دي.

ويل شوي، په ماشومانو کې چې کوم وايرس مالوم شوي دوی په ملک کې سږ کال له دې وړاندې مالومو شوو وايرسو په شان يو ډول دي.

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د تازه پېښې رپورټ کېدو سره يواځې په ياده ضلعه کې د پوليو پېښې اتو ته ورسېدې.

د کراچۍ په کمیاړۍ ضلعه کې درېمه پېښه او کشمور کې لومړۍ پېښه مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې سږ کال پرله پسې د پوليو پېښې سېوا کيږي.

تراوسه پورې په رپورټ شوو 59 پېښو کې تر ټولې زياتې 26 بلوچستان صوبه کې، 16 خېبرپښتونخوا، 15 سيند صوبه او یوه يوه پنجاب او اسلام اباد کې مخې ته راغلي دي.

حکومتي او د صحت د چارو کارپوهانو په خبره، پولیو وايرس د تلعمر دپاره معذوره کول کوي، مخنيوی يا ژغورنه ترې يواځې د څاڅکو، ويکسينو د لارې کولی شي، ځکه چارواکي بیا بيا په میاندو پلارانو غږ کوي، چې د پينځو کالو نه کم عمر خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي بيا بیا ورکړي.

په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپوټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG