لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې زياتره خواريکښ پښتانه نيول شوي، ګنډاپور شهباز شریف ته خط ليکلی


د حکومتي شمېرو ترمخه په 26م نومبر اسلام آباد کې د پاکستان تحریک انصاف د مظاهرې په وخت نزدې 1400 پورې مظاهرچیان نيول شوي دي. د رپورټونو ترمخه دې نیول شوو کسانو کې د زیاترو تعلق د خېبر پښتونخوا صوبې سره دی.

د حکومت دعوو وروسته په ټولنیز رسنیو داسې خبرونه خپاره شوې دي چې پنجاب او خصوصي توګه په اسلام آباد کې کار کوونکي پښتانه پولیسو لخوا ځورول کیږي او په دې لړ د خېبر پښتونخوا اعلا وزیراعلا علي امین ګنډاپور وزیراعظم شهباز شریف ته يو خط هم لیکلی دی، په کوم کې خواست شوی چې بې ګناه نیول شوې پښتانه دې سمدستي خوشي کړل شي.

علي امین ګنډاپور په خط کې وزيراعظم شهباز شريف ته ويلي، د پاکستان تحریک انصاف د احتجاج نه پس اسلام آباد کې د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرونکي کسان چې زياتره مزودرۍ کوي، هغوی په نخښه دي او دوي سره کېدونکی سلوک د بنیادي بشري حقونو سرغړونه ده.

اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال ملک ضابط خان وايي، په ټولنیز رسنیو داسې ويډيوګانې خورې شوې دي چې کله دا نیول شوي کسان د ترهګرۍ ضد عدالت ته راوستل شول نو د دوی پوښتنې له راغلي د دوی خپلوان هم نيول شوي دي.

خو پوليس دا تورونه ردوي، چې اسلام آباد کې پښتنو سره څه قسمه امتیازي سلوک کيږي.

وکيله او فعاله او ايمان مزاري وايي، دې وخت په اسلام آباد کې مېشت پښتانه او په خصوصي توګه افغانان بالکل محفوظه نه دي داسې ښکاري د حکومتي شمېرې پوره کولو د پاره په خصوصي توګه دلته مېشت افغانان او پښتانه په نخښه کو.

هغې وویل، په خپله یې کتلې دي کله چې دا نیول شوي کسان عدالت ته رواستل شوي وو نو هغه وخت د دوي ملاقات دپاره راغلي کسان هم پوليسو نيولي او ناروا سلوک یې ورسره کړی دی.

د مزاري په وينا، نيول شوي کسان د اټک او جهلم ښارونو کې بندي کړل شوي دي، او ملاقات کول ورسره هم ګران دي.

د پي تي آی احتجاج نه پس مرکزي حکومت تور لګولی وو، اسلام اباد ته راغلو احتجاج کوونکو کې اکثره افغان کډوال هم شامل وو او وروستيو کې د کورنيو چارو وزير ويلی وو، د 30م دسمبر وروسته به اسلام اباد کې افغانان بغېر د خصوصي اجازت څخه نه شي پاتې کېدی.

اسلام آباد کې افغان سفارت هم په دغو څرګندونو سختې اندېښنې ښودلې وې.

خبريال سجاد ترکزی وايي، تراوسه نه ده واضحه، چې خېبر پښتونخوا کې د پي ټي آی حکومت به د نیول شوو پښتنو سره څه ډول قانوني مرستې وکړي.

هغه وويل، البته پي تي آی وايي په اسلام آباد کې احتجاج په وخت ژوبل شوي د پنجاب منډي بهاوالدین سره تعلق لرونکی طاهر عباس د خېبر پښتونخوا وزیراعلا کور ته منقتل کړل شوی دی چې پنجاب پولیس ورته څه زیان ونه رسوي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی وو، د خپل باني غړي عمران خان د خوشي کولو، 26م اييني بدلون بيرته اخستو سره یې انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

د تحریک انصاف ګوند قافلې د خېبرپښتونخوا او ملک د نورو سيمو څخه اسلام اباد ته روانې شوې وې، د خېبرپښتونخوا څخه د قافلو مشري علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله، خو په لارو کې د خنډانو، رېنجرز او پوليسو سره نښتو وروسته يادې قافلې په 26م نومبر ناوخته ډي چوک ته رسېدلې وې.

مرکزي حکومت د امنيت دپاره په اسلام اباد کې پوځ په ځای کړی او دعوه یې کړې وه چې د پي ټي آی په احتجاج کې شامل يو ګاډی په رېنجرز عسکرو ورخېژول شوی، د درې رېنجرز عسکرو په ګډون یې پينځه اهلکار وژلي وو.

د 26م او 27م نومبر په مينځنۍ شپه کې بیا د تحريک انصاف د احتجاج کوونکو پرضد عمليات شوي، حکومتي وزيرانو ويلي وو، علي امین ګنډاپور او بشرا بي بي احتجاج کوونکي په ځای پرېښودي او تښتېدلي دي.

علي امين ګنډاپور په 27م نومبر مانسهره کې خبري غونډه کې دعوه کړې وه، وژونکې حملې پرې شوي، په سوونو غړي یې وژل شوي او د زرګونو په شمېره کې نور نيول شوي وو.

د پي ټي آی نورو مشرانو هم د خپل ګوند د زياتو غړو د وژنو دعوې کړې خو حکومتي وزيرانو دغه دعوې دروغجنې ګرځولې وې.

پرون په دويم دسمبر د پي ټي آی چيرمېن بېرسټر ګوهر د اډياله زندان نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، 12 غړي يې وژل شوي او چا چې د زياتو وژنو دعوې کړي دوی ترې د لاتعلقي څرګندونه کوي.

په خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG