لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ حکومت ته ويلي، د ازادۍ د اظهار په نوم روانې پروپېګنډې مخنيوی دې وکړل شي


د پاکستان پوځ حکومت ته ويلي، په ملک کې د ازادۍ د اظهار په نوم روانې پروپېګنډې، دروغو او غېر اخلاقي موادو د مخنيوي دپاره دې سخت قوانين جوړ کړل شي او عمل دې پرې وکړل شي.

د پاکستان د پوځ د کورکمانډرانو په غونډه کې ويل شوي، په وروستيو کې په پايتخت اسلام اباد کې د پوځ په ځای کېدو باندې د بدنيتۍ په اساس منفي پروپېګنډا شوې، پوځ پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د کور کمانډرانو غونډه پرون په پينځم دسمبر د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ جي اېچ کيو کې شوې ده.

ويل شوي، د وړاندې نه پلان شوې منصوبه او پروپېګنډا د ځينې سياسي عناصر لخوا شوې، د پاکستان د ولس او پوځ ترمنځ د خلا جوړولو د يو ناوړه ډيزاين د تسلسل عکاسي ده، دا هڅې چې د بهرنيو لوبغاړو په مرسته کيږي کله به کاميابې نه شي.

د کور کمانډرانو غونډه په داسې وخت کې شوې چې د نومبر په 26مه د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا اسلام اباد کې احتجاج شوی، احتجاج کوونکو په لارو کې خنډان لرې کړي او ډي چوک ته رسېدلي، په دغه مهال اسلام اباد کې د پولیس او رېنجرز ځواک سره پوځ هم په ځای کړل شوی وو.

حکومت د تحریک انصاف په احتجاج تور لګولی چې يو ګاډی یې په رېنجرز عسکرو ورخېژولی، د اېف سي او پوليس اهلکار د احتجاج کوونکو سره په نښتو کې وژل شوي او په اسلام اباد حمله یې ورته ویلې او بیا یې د احتجاج پرضد د شپې عملیات شوي وو.

د احتجاج مشري د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله.

په سبا له بيا ګنډاپور تور لګولی، په هغه او احتجاج کوونکو نېغې ډزې شوي، په سوونو غړي يې وژل شوي او نيول شوي وو. حکومت د وژنو دعوې رد کړې او وروسته بيا تحریک انصاف ګوند ويلي وو، 12 غړي يې وژل شوي دي.

د کور کمانډرانو په غونډه کې ويل شوي، د سياسي او جعلي خبرونو خپرونکي په ګوته کول او د قانون منګولو ته راوستو ته ضرورت لري.

پوځ ويلي، غونډه کې د ملکي امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه بيا اندېښنه تکرار کړل شوې ده.

زياته کړل شوې، په غونډه کې د ترهګرۍ د مخنيوي د کارروايانو تجزيه شوې او د بي اېل اې مجيد بريګېډ په ګډون بلوچستان صوبه کې د فعالو ترهګرو ضد عملياتو ته د توجه ورکولو ويل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG