په ګومل پوهنتون کې د زدهکوونکو لخوا د کتابونو مېله شوې
د ګومل پوهنتون په دې مېله کې، د مختلفو سټالونو له لارې د نصاب او غیر نصابي کتابونو ننداره وړاندې شوې، چې په ځانګړې توګه د نجونو لخوا ډېره لېدل شوې. دوی وايي، په خپله سیمه کې د تعلیمي اسانتیاوو او کتابونو د کمښت له امله یې زدهکړې ډېرې ستونزمنې شوې دي او دې پرمخ تللې نړۍ کې، دوی ته انټرنیټ هم بند دی.