د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې میلیونونه کورنۍ د سخت ژمي سره مخ دي، هغوی د خپلو ماشومانو د تغذيي لپاره کافي خواړه نلري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ګل- دوشنبې په ورځ ډسمبر۱۶( لیندۍ ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په روان ژمي کې په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ دوه انتخابه په مخ کې لري، یا دا چې خپل ماشومانو ته خواړه برابر کړي او یا هم هغوی ګرم وساتي.
ډبلیو ایف پي ویلي: " لکه څنګه چې افغانستان باندې ژمي خپله اغیزه ټینګه کړې، دغه هیواد کې په میلیونونو کورنۍ د یو داسې یخنۍ سره چې کافي خواړه نلري مخ دي، د هغوی اکثره یې باید یو ناممکن انتخاب وکړي: خپل ماشومان ماړه کړي او یا یې ګرم وساتي."
د سلطان محمد په نوم یو اړمن افغان د خوړو د نړیوال پروګرام ددې پوښتنې په اړه چې هغه څنګه خپل ماشومان ګرم ساتي ویلي، چې وچ واښه راټولوي او ورته اور اچوي او یا هم ټوله شپه خپل ماشومان په خپله غیږ کې ساتې.
ملګرو ملتونو ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه کسان د خوړو نه خوندیوب سره مخ دي او ددغه هیواد د ۴۴.۵ میلیونو نفوس له هرو څلورو کسانو څخه یو یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل لپاره خواړه به له کوم ځای برابر کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان د وګړو له څلورمې برخې څخه زیات وګړي د لوږې سره مخ دي. په دې شمیر کې ۲.۴ میلیونه یې په بیړني ډول د خوړو د نه خوندیتوب د حالت سره مخ دي.
دغه پروګرام په افغانستان کې د خلکو پر ژوند د وچکالۍ او سیلابونو راوتلو د اغیزو یادونه کړې او ویلي دي چې د اقلیم بدلون دغو اغیزو ډیرې کورنۍ دې ته اړ کړي چې د خوړو په لټه کې خپلې سیمو څخه نورو سیمو ته کډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستو د برابرولو لپاره د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او د راروان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې ۶۴۶ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې نړیوالې ټولنې ددغه شمیر څخه یوازې د ۱۷.۳ میلیونو کسانو لپاره د مرستو د برابرولو پلان ترتیب کړی دی.
ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې ۱۷.۳ میلیون اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، خو نړیوالې ټولنې د روان کال د سپټمبر د میاشتې ترپایه ددغې بودیجې نږدې یو میلیارد ډالربرابر کړي دي.
د بودیجې د کمښت وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شوي چې افغانانو ته د خوړو د برابرولو د پروګرام په ګډون خپل ځینې پروګرامونه یا بند او یا یې ډیر محدود کړي.
د ملګرو ملتونو ویلي چې د بودیجې د کمبود وروسته په افغانستان کې ۱۸۰ روغتیايي ثابت او ګرځنده مرکزونه چې ۲.۱ میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابرول تړل شوي دي او هم ۱۵۰ روغتیايي ټیمونه چې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو درملنه یې کوله هم خپل فعالیت درولی دی.
د راپورونو له مخې افغانستان کې جګړې، طبیعي پیښې، وچکالۍ، بې وزلي او لوږه، بیکاري او پر ښځو باندې محدودیتونه ددې سبب شوي چې په سلګونو زره کسان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شي او نورو سیمو ته کډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ګډوالو د عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې د یو راپور له مخې اوس مهال په افغانستان کې درې میلیونه او ۲۲۱زره او ۳۰۰ داخلي بې ځایه شوي کسان له خپلو اصلي سیمو بهر په نورو ولایتونو کې ژوند کوي.
ددغه شمیر ۸۹۹ زره او ۹۶ تنه یې د ۲۰۲۱ کال را وروسته له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. دا کډوال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۶ ولایتونو کې له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې داخلي بې ځایه شویو کسانو شمیر له شپږو میلیونو څخه زیات دی، چې د ډیرو سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.
ددغه سازمان د راپور پراساس افغانستان د داخلي بې ځایه شویو کسانو د لوړ شمیر د لرلو له امله په نړۍ کې درېیم هیواد دی.
Forum