لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د امریکې په ختيځ ساحل د ډرون ليدنو په اړه بحث کړی


د امریکې نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ دعوه کړې، د ملک پوځ "په څه وجه يا کوم دليل له مخې" د امریکې په ختيځ کې د شپې په وخت د نامعلومه ډرون الوتنو په اړه معلومات پټ ساتي، خو سپينې ماڼۍ وروسته د ډرون ليدنې کمې مهمې بللي دي.

ټرمپ پرون په فلورېډا کې خبريالانو ته ویلي، "زمونږ پوځ پوهيږي، يو څه عجيبه روان دي".

نوموړي د منتخب کېدو وروسته دا لومړۍ خبري غونډه کړې ده، هغه به راتلونکې مياشت د څلورو کالو دپاره د امریکا د صدارت څوکۍ سمبال کړي.

د څو اوونيو راهسې د امریکې د نيو جرسي رياست اوسېدونکو، چې د نيويارک ښار سره نزدې دي، او د اټلانټک سمندر په ساحل کې د شمال او جنوب نورو رياستو اوسېدونکو ويلي، د 5000 څخه زيات ډرون یې ليدلي خو امریکايي چارواکو ویلي، دا هسې خبرې يا مبالغه ده.

چارواکو ويلي، دغه ډرون په حقيقت کې د عملې لرونکې الوتکي دي او د 100 څخه کمې ليدنې نورو تحقيقاتو ته ضرورت لري.

د يادو ډرون الوتنو په اړه مختلفې او غېر واضحه نظریې وړاندې کړل شوي چې دا د کوم هيواد څخه لېږل شوې ډرون دي، او يا د ايران لخوا لېږل شوي، چرته د امريکې په ختيځ ساحل کې غټه سمندري بېړۍ په ځای ده.

د سپينې ماڼۍ، وايټ هاوس د ملي امنیت وياند جان کربي خبريالانو ته ویلي، "تراوسه پورې زمونږ ارزونه دا ده چې دا ډرون د تجارتي فعاليت، شوقي، او د قانون په ځای کوونکو ادارو دي، چې په قانوني په لاره کار کوي او يا د سېول اېوي اېشن الوتکو سره تړاو لري".

د ټرمپ د خبري غونډه نه وړاندې د پېنټاګان وياند د هوايي ځواک مېجر جنرل پېټ رېډر خبريالانو ته ویلي، "داسې هيڅ ثبوت نشته چې ليدل شوې ډرون ملي امنیت ته خطره ده يا د عامو خلکو حفاظت ته ګواښ دی، يا کومې بهرنۍ اړيکې لري".

رېډر زياته کړې، "مونږ د خلکو د اندېښنو او پوښتنو په اړه حساس يُو، مونږ ژمن يو چې په دغې اړه په ممکنه توګه زر تر زره ډېر معلومات ورکړو".

هغه ويلي، د ډرون الوتنې غېر قانوني نه دي، په امریکا کې د ورځې د زرګونو په شمېره کې ډرون الوځي، دا کومه غېر معمولي خبره نه ده چې په اسمان کې ډرون وليدل شي او نه دا کوم بد فعاليت او د خلکو ژوند د خطر خبره ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG