لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د اسرائیل تازه بمباریو لږ تر لږه شل کسان وژلي دي


فلسطیني د صحت چارواکو ویلي چې بېګاه شپه بیا د اتوار/یکشنبې ورځې پورې اسرائیلي ځواکونو د غزې پټۍ په مختلفو علاقو بمبارۍ کړې دي چې په کې لږ تر لږه شل (۲۰) کسان وژل شوي او په هغو کې پنځه یې ماشومان و.

د غزې د صحت اداره وايي چې په غزه ښار کې یو سکول باندې چې بیځایه شوو خلکو په کې پناه اخېستې وه، بمباري شوې او په کې لږ تر لږه اته (۸) کسان وژلی شوي او هغو کې درې یې ماشومان و. د ژغورنې یوه ډله چې سېول ډېفنس نومیږي او د حماس د انتظامیې لاندې کار کوي، تر دې وړاندې ویلي و چې په وژل شوو تنانو کې څلور یې ماشومان و.

د اسرائیل پوځ وویل چې دوی د حماس په تندلارو چې هلته کې پټ شوي و، کره هدفي حمله کړې ده.

بل اړخ ته د خالي/شنبې ورځې ناوخته د غزې پټۍ په دیر البلح ښار کې په یو کور بمباري وشوه، او د الاقصی شهیدانو د هسپتال په وینا، چې جسدونه هلته منتقل شوي، په دې حمله کې لږ تر لږه اته (۸) تنه مړه شوي او په هغو کې درې یې ښځې او دوه یې ماشومان و.

همدا راز د غزې په خان یونس ښار کې د ناصر هسپتال چارواکو ویلي چې د اتوار/یکشنبې په شپه هلته کې هم بمبارۍ شوي او یو ښځه او خاوند یې په کې وژل شوي دي. د غزې د صحت ادارې په غزه ښار کې په یو ګاډي باندې د بم لګېډو له امله د دوو کسانو د وژنې خبر هم ورکړی دی.

په دې بمباریو باندې د اسرائیل د پوځ له اړخه په فوري توګه څه ندي ویل شوي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

په تېرو څوارلسو میاشتو کې حماس ډلې سره په جنګ کې، اسرائیل په دوامداره توګه په غزه باندې بمبارۍ کړې دي. اسرائیل دعوه لري چې صرف تندلاري په نښه کوي. اسرائیل تور لګوي چې تندلاري د عامو فلسطینیانو په منځ کې پټېږي، خو په دې بمباریو کې وخت ناوخت ښځې او ماشومان ډېر وژل کیږي.

داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې اسرائیل او حماس ډله د ډزبندۍ یوې لوظنامې ته سره نږدې شوي دي، چې د معاهدې ترمخه به اسرائیلي یرغمالان او فلسطیني قیدیان آزاده کیږي، اما اوس هم څو خنډان د دې معاهدې په وړاندې پاته دي، او مذاکرات چې د ډېرې مودې روان دي، څو څو ځله د ځنډ ښکار ګرځېدلي دي.

غزې ته د عیسایي کارډینال ورتګ

د اسرائیل چارواکو په بیت المقدس کې د کېتهولیک چرچ لوی پاډري یا کارډينال پیئرباتیستا پېزابالا ته اجازت ورکړی چې غزې ته ولاړ شي او هلته کې د فلسطیني عیساییانو له اقلیت برادرۍ سره د کرېسمس نه وړاندې د دعاګانو جشن ولمانځي.

په لسهاوو عبادت کوونکي د غزې ښار په یو چرچ کې راغونډ شول او د کارډينال پیزابالا او نورو عیسایي ملایانو سره یې د کریسمس نه وړاندې دعاګانې وویلې. په دې وخت کې د کرېسمس ځانګړې ونه هم سینګار کړی شوې وه.

د دې دستورې پر مهال، په فضا کې د اسرائیلي ډرونونو غږ هم اورېدل کېده چې په علاقې باندې ګرځېدل راګرځېدل.

د بیت المقدس د کېتهولیک چرچ مشر په داسې حال کې غزې ته ولاړ چې تر دې یوه ورځ وړاندې د نړۍ د کېتهولیکو عیساییانو مذهبي مشر پوپ فرانسېس یو ځل بیا په غزه کې د اسرائیل د اعمالو مذمت وکړ. پوپ د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د هغه استازی د اسرائیل د بمباریو په وجه غزې ته تللی نشو.

پوپ فرانسېس په واټیکان کې د کرېسمس د یوې کلنۍ دستورې پر مهال د غزې د حالاتو په اړه وویل: "پرون په ماشومانو بمبارۍ وشوې. دا ظلم دی، دا جنګ ندی."

پوپ په دې وروستیو کې دا غږ اوچت کړ چې په کار ده پلټنې وشي چې په غزه کې د اسرائیل اقدامات نسل وژنه یا جېنوسایډ دی که نه. وروسته بیا اېمنسټي انټرنشنل او هیومن رایټس واچ، دوه آزادو تنظیمونو وویل چې د اسرائیل اقدامات، د فلسطینیانو نسل وژنه یا جېنوسایډ دی.

د انصاف نړېوال عدالت هم د ساوټ افریقې لخوا په اسرائیل باندې د جېنوسایډ لګول شوي الزامونه څېړي.

اسرائیل، چې یورپ کې د نازیانو لخوا د یهودانو د ډله ییزې وژنې یا هولوکاسټ نه پس د یهودانو دپاره د یوې سرپناه وطن په حیث جوړ شو، په کلکه دا تورونه ردوي چې ګني دوی پخپله د جېنوسایډ یا نسل وژنې عمل ترسره کوي. اسرائیل وایي، ډېر سخت یې کوښښ کړی چې عام خلک په جنګ کې ونه وژل شي، او د دوی جنګ صرف د حماس سره دی.

اسرائیل په حماس باندې د جېنوسایډ یا نسل وژنې تور لګوي. تېر کال د اکټوبر په اوومه حماس ډلې په اسرائیل باندې ناڅاپي حمله وکړه چې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او اکثره یې عام اسرائیلیان و. همدا راز حماس ۲۵۰ کسان ځان سره یرغمل یووړل چې له هغې ډلې څخه ۱۰۰ تنه یې لا ندي آزاد شوي.

اسرائیل په انتقامي کاروایۍ کې د حماس په ضد غزه باندې پوځي عملیات شروع کړل چې تر اوسه په تېرو څوارلسو میاشتو کې، پنځه څلوېښت زره (۴۵۰۰۰) فلسطینیان په کې وژل شوي دي او اکثره یې ښځې او ماشومان دي. دا شمېرې د غزې د صحت ادارې ورکړي چې د حماس د انتظامیې لاندې کار کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG