په افغانستان کې د سعودي عرب سفارتخانې ويلي، د دسمبر د 22مې څخه به په کابل کې خپل فعاليتونه بيرته پيلوي، دا په داسې حال چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درېو کالو څخه زياته موده شوې خو تراوسه نه خو سعودي عرب او نه کوم بل هيواد د طالبانو واکمني په رسميت پېژندلې ده.
افغانستان کې د سعودي عرب سفارتخانې په اېکس [پخواني ټويټر] پوسټ کې ويلي، د سعودي عرب حکومت، د افغانانو وروڼو د "ټولو خدماتو برابرولو په هدف پریکړه کړې چې د دسمبر په22مه به په کابل کې خپل فعالیتونه د سره پیل کړي".
په کال 2021م کې د اګست په میاشت کې د طالبانو په افغانستان کې د واکمنېدو سره سم سعودي عرب خپل سفارتکار د کابل څخه ايستلي وو.
خو وروسته یې د نومبر په مياشت کې په کابل کې د کونسلګرۍ خدمات بیرته پيل کړي وو.
په افغانستان د طالبانو د درېو کالو څخه زياتې واکمنۍ باوجود د نړۍ ډېر کمو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ بیرته پرانیستلي دي.
د سعودي عرب نه وړاندې قطر، متحده عرب اماراتو او یو شمېر سیمه ييزو او ګاونډیو هیوادونو په کابل کې سفارتونه پرانیستي دي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه په نړيواله کچه د ټولشموله حکومت، د ښځو او جينکو په تعلیم او کار ځايونو ته په تګ د بنديز ختمولو سره د بشري حقونو په ځای کولو او د دوحې تړون په پوره ډول عملي کولو غوښتنې کیږي.
د کال 2022م د دسمبر په میاشت کې چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د جينکو دپاره پوهنتونونه تړلي وو، د دغه پرېکړې وروسته طالبان په نړيواله کچه د سختو نيوکو لاندې راغلي او اسلامي هيوادونو ترې هم د دغه پرېکړې بیرته اخستو غوښتنه کړې وه.
امریکې، پاکستان، سعودي عرب، قطر، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو تنظمیونو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په دغه پرېکړه سختې نيوکې کړې او اندېښنه يې پرې څرګنده کړې وه.
Forum