لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم نېتن یاهو: په غزه کې د یرغمل شوو کسانو خوشې کېدو په خبرو کې 'یو څه پرمختګ' شوی دی


نېتن یاهو د ګل، دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې هغه غواړي د عربي ملکومو سره د سولې نوي معاهدې لاسلیک کړي، د  2020م کال ابراهیمي معاهدې په څیر چې امریکا د اسرایل او څو عربي ملکونو ترمنځ د خبرې اترو وروسته کړې وې. (فایل فوټو)
نېتن یاهو د ګل، دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې هغه غواړي د عربي ملکومو سره د سولې نوي معاهدې لاسلیک کړي، د  2020م کال ابراهیمي معاهدې په څیر چې امریکا د اسرایل او څو عربي ملکونو ترمنځ د خبرې اترو وروسته کړې وې. (فایل فوټو)

د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نېتن یاهو د ګل، دوشنبې په ورځ د اسرایل پارلیمنټ کنېسټ ته په خپله وینا کې ویلي چې په غزه کې د اسرایلي یرغمل شوو خوشې کولو دپاره روانو خبرو کې "یو څه پرمختګ" شوی دی.

نېتن یاهو وویل: "هغه څه چې مونږ یې کوو ټول نشي ښکاره کیدی" . هغه زیاته کړه "زه غواړم چې ډیر په محتاط انداز کې ووایم چې یو څه پرمختګ شوی دی او مونږ به تر هغه وخت کار کوو تر څو چې مونږ ټول کور ته بیرته نه وي را وستي ."

د حماس جنګیالو د 2023 کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل پر جنوبي سیمو باندې په برید کې 1,200 کسان ووژل او شاوخوا 250 تنه یې یرغمل کړل. په غزه کې لا هم شاوخوا 100 تنه یرغمل دي، که څه داسې ګومان کېږي چې د پاتې یرغمال کسانو لږ تر لږه دریمه برخه وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د صحت وزارت چارواکو په وینا، د حماس خلاف اسرایل په جوابي عملیاتو او بریدونو کې تر اوسه شاوخوا 45,200 کسان وژل شوي دي. دغه وزارت په خپلو شمېرو کې د ملکي کسانو او د جنګیالو ترمنځ فرق نه کوي.

نېتن یاهو د ګل، دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې هغه غواړي د عربي ملکومو سره د سولې نوي معاهدې لاسلیک کړي، د 2020م کال ابراهیمي معاهدې په څیر چې امریکا د اسرایل او څو عربي ملکونو ترمنځ د خبرې اترو وروسته کړې وې.

نېتن یاهو وویل "اعتدال پسند عرب ملکونه اسرایل د سیمه ییز طاقت او د ممکنه اتحادي په توګه ګوري." هغه زیاته کړه: " زه اراده لرم چې د دې موقع نه پورا ګټه پورته کړم."

په عین حال د لبنان نګران وزیراعظم نجیب میقاتي د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسرایل او د حزب الله وسله والې ډلې ترمنځ قریباً د یوې میاشتې د ډز بندۍ وروسته د هغه سیمو دوره وکړه چې اسرایل به ترې خپل ځواکونه او حزب الله به ترې خپل وسله وال وباسي. میقاتي په سیمه کې د لبناني پوځ او د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو ځواکونو د مورچو کتنه وکړه.

میقاتي په لبنان کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونکي ځواک یواېن اېف ايي اېل د کمانډرانو سره ملاقات وکړو او د ځواکونو ستاینه يې وکړه. وروسته هغه د لبنان د پوځ بېرکونو ته ورغلو.

د لبنان وزیراعظم د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړو چې اسرایلي ځواکونو ته د سیمې نه وتل پکار دي چې دا ډول د لبنان پوځ ته سپارل شوي کارونه ترسره کړی شي.

د اسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ معاهده تقاضا کوي چې د جنوبي لبنان نه د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله د وسله والو د وتلو وروسته به لبنان خپل پوځ په دغه سیمه کې وګماري.

د حزب الله وسله وال د خپل سرحد نه پشا کولو دپاره اسرایلي ځواکونو د سېپټمبر د میاشت په اخېره کې د لبنان د سرحد دننه پېش قدمي کړې وه. د دې نه مخکې په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې به اسرایلي ځواکونو او د حزب الله وسله والو وخت په وخت په یو بلې حملې کولې.

حزب الله سره د ډز بندۍ وروسته اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف جنګ ته توجو اړولې ده.

په غزه کې د طبي امداد کارکوونکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل تېره شپه د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د طبي امداد کارکوونکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل تېره شپه د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د انساني امداد دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر ټام فلېچر د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل اسرایل په غزه کې د ګڼې ګوڼې د ابادۍ په علاقو بمبارۍ ته دوام ورکړی دی چې په کې هغه سیمې هم شاملې دي چې اسرایل په کې اسرایل مقامي خلکو ته د وتلو امر کړی دی. هغه وویل د اسرایلي اقدام په نتیجه کې تباهي، د خلکو بې ځایه کېدل او د مرګ رامنځته کېږي.

اسرایلي دې ډول الزامات په اړه ویلي حماس د ملکي ابادۍ د علاقو څخه فعالیت کوي.

فلېچر په غزه کې ضرورت مندو خلکو ته امداد د رسېدو په اړه هم تشویش څرګند کړو چې د هغه په قول شمالي غزه د دوو میاشتو نه د زیات وخت راهسې په محاصره کې ده.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اي پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG