لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د ټي ټي پي د "خلکو" راستنولو وړاندیز پخپله جنرال باجوه د کابېنې مخې ته اېښی ؤ


 عمران خان ویلي ملک ته د ټي ټي پي د خلکو(وسله والو) د بیا راستنولو اؤ دلته د ابادولو وړاندیز پخپله د هغه وخت پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د تحریک انصاف په حکومتي دوره کې د کابېنې مخې ته ایښی ؤ. (فایل فوټو)
عمران خان ویلي ملک ته د ټي ټي پي د خلکو(وسله والو) د بیا راستنولو اؤ دلته د ابادولو وړاندیز پخپله د هغه وخت پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د تحریک انصاف په حکومتي دوره کې د کابېنې مخې ته ایښی ؤ. (فایل فوټو)

د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان د پوځي ویاند هغو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی چې ویلي یې وؤ ترهګري د عمران خان د حکومت په تېره دوره کې د ټي ټي پي وسله والو ملک ته د بېرته په نتیجه کې زیاته شوې ده.

د ګل یا دوشنبې په ورځ په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل بیان کې عمران خان ویلي پوځي ویاند پخپل پریس کانفرنس کې غلط بیاني کړې ده .

عمران خان ویلي ملک ته د ټي ټي پي د خلکو(وسله والو) د بیا راستنولو اؤ دلته د ابادولو وړاندیز پخپله د هغه وخت پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د تحریک انصاف په حکومتي دوره کې د کابېنې مخې ته ایښی ؤ.

عمران خان زیاته کړې کله چې جنرال باجوه دغه تجویز کابېنې ته ورکړو نو هغه مهال مراد سعید،نورالحق قادري اؤ پارلیمان کې د قبایلي سیمو اؤ ملاکنډ استازو ددې تجویز په کلکه مخالفت کړی ؤ.

په عمران خان تور دی چې پخپله حکومتي دوره کې یې تر 40ؤ زرو پورې وسله وال له افغانستان بېرته راګرځولي اؤ په ملک کې نیول شوي خطرناک ترهګر یې له زندانونو خوشې کړي.



د پاکستان پوځي ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري په 27م دسمبر یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال په اشارو کنعایو کې په عمران خان سختې نیوکې کړې وې.

هغه ویلي وؤ په کال 2021م کې د ټي ټي پي سره تش په نوم د خبرو له امله نن پاکستان او خېبرپښتونخوا کې ترهګري روانه ده، د بیانونو په ځای دې خېبرپښتونخوا کې (د تحریک انصاف حکومت) ښه عملدارۍ ته توجه ورکړي.

هغه د عمران خان د نوم اخستو پرته ویلي وؤ، د ترهګرۍ په موضوع دې د سیاست کولو څخه ډډه وکړل شي.

عمران خان د پوځي ویاند څرګندونو ته خپل غبرګون کې ویلي چې د وسله والو د راستنولو تجویز د پخوانی پوځي مشر جنرال باجوه لخوا ورکړل شوی ؤ اؤ دوي هغه وخت هم په هغه تجویز ویلي وؤ چې د ځایي ابادۍ په اعتماد کې له اخستو پرته پورته کېدونکی هر ګام به تلپاتې حل نه وي.

عمران خان زیاته کړې چې کابېنې نه وروسته ( د وسله والو د راستنولو په معامله) د هغه وخت اپوزیشن ته هم د پوځ اؤ سیکیورټي ایجنسیو له لوري بریفنګ ورکړل شوی ؤ.

هغه ویلي ، زموږ له حکومت ختمېدو وروسته هم د پي ډي ایم حکومت په دې اړوند بریف کړل شوی ؤ، په اکتوبر 2021م کې جنرال (ریټایرډ) فېض حمید بدل کړل شو اؤ له هغې وروسته بیا دا معامله زموږ مخې ته راپورته کړل شوه، په دې زموږ حکومتي دوره کې عمل نه ؤ شوی.

عمران خان پوښتنه راولاړه کړې ده چې که (د وسله والو ) د بیا ابادولو سره ترهګرۍ کې اضافه شوې ده نو بیا په لویدیځه پوله بمبارۍ ولې کولی شي؟

هغه همدا شان پوښتنه کړې ده چې بلوچستان کې هم پرله پسې په ترهګرۍ کې اضافه کیږی اؤ حالات له قابو بهر دي ، د دې ذمه وار څوک دي؟

عمران خان پخپل بیان کې کوهي ته د سپي د پریوتو مثال هم ورکړی اؤ ویلي یې دي چې د کوهي نه اوبه ویستل هیڅ ګټه نه کوي ، د مستقل هواري لپاره د خپلو کوتاهیو اؤ ناکامیو نه یوازې اعتراف کول وي بلکې تصیح کول یې هم اړین دي.

عمران خان ویلي ، آی ایس پي ار ته خو ځواب په پوځي عدالتونو جوړولو ورکول پکار دی، کوم قانون تاسو ته پخپله د جج،عدالت اؤ جلاد جوړېدو اجازه درکوي؟

د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شول، له دغې نزدې شل ورځې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی د هغه وخت مشر جنرل فېض حميد کابل ته رسېدلی ؤ، د کابل د يو هوټل عکس یې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی ؤ چې نور کسان هم ورسره ولاړ لیدل کېدل، او جنرال فېض د چای کپ په لاس کې نيولی وو.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، هر څه به سم شي، د ويرې هیڅ خبره نشته.

په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې، د آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي وو.

په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې وه او بريدونه يې پيل کړي وو چې له هغې راپدیخوا پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG