لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایف جی : 2024م کال کې په نړۍ کې 122 صحافیان اؤ د میډیا ورکران وژل شوي


آی جی ایف پخپل کلني رپورټ کې 2024م کال د خبریالانو لپاره یو بې کچه خطرناک کال بللی په ملګرو ملتونو یې ټینګار کړی چې د صحافیانو د تحفظ لپاره په سمدستي توګه یوه نړیواله معاهده یا تړون مخې ته راوړي
آی جی ایف پخپل کلني رپورټ کې 2024م کال د خبریالانو لپاره یو بې کچه خطرناک کال بللی په ملګرو ملتونو یې ټینګار کړی چې د صحافیانو د تحفظ لپاره په سمدستي توګه یوه نړیواله معاهده یا تړون مخې ته راوړي

د خبریالانو نړیوال سازمان انټرنیشنل فېډریشن اف جرنلسټس یا آی ایف جی واي 2024م کال کې د نړۍ په کچه ټول 122 خبریالان اؤ د ميډیا ورکران وژل شوي چې دې کې 14 زنانه هم شاملې دي.

آی جی ایف پخپل کلني رپورټ کې 2024م کال د خبریالانو لپاره یو بې کچه خطرناک کال بللی په ملګرو ملتونو یې ټینګار کړی چې د صحافیانو د تحفظ لپاره په سمدستي توګه یوه نړیواله معاهده یا تړون مخې ته راوړي.

تر دې وړاندې د خبریالانو دې نړیوال سازمان په 10م دسمبر کال 2024م کې د وژل شوؤ خبریالانو ابتدایي فهرست خپور کړی ؤ چې هغې کې د 104 خبریالانو د وژنو خبره شوې وه.

د آی ایف جی تازه رپورټ وایي اوس د مړینو دا شمېرې لوړې شوې دي اؤ په منځني ختیځ اؤ عربي هیوادونو کې نورې وژنې هم مخې ته راغلې دي.

رپورټ وایي فلسطین کې نور نهه اؤ شام کې دوه صحافیان وژل شوي .

غزې اؤ لبنان کې جګړې د 64 فلسطیني، 6 لبناني او 1 شامي میډیا د کارمندانو وژنې بیا راڅرګندې کړې دي چې کال 2024 کې د وژل شوؤ ټولو صحافیانو 58% فیصدي جوړیږي.

په 7م اکتوبر کال 2023م کې د جګړې له پيل راپدېخوا فلسطین کې د وژل شوؤ صحافیانو شمیره لږ تر لږه 147 ته رسېدلې ده .

رپورټ وایي ،ددې تر څنګ په عراق کې د میډیا درې کارمندان وژل شوي چې دوه پکې ښځې هم شامل دي، شام کې یو فوټو ګرافر اؤ په شمالي شام کې دوه کرد خبریالان هم وژل شوي

په کال 2024م کې په ایشیا پېسفک کې په پاکستان کې 7، بنګله دېش کې 5، هند کې 3 اؤ په کمبوډیا اؤ فلپاین یو ، یو خبریال وژل شوی دی.

په انډونیشیا اؤ قازقستان کې هم یو، یو صحافي وژل شوی دی.

رپورټ وایي چې افریقه کې په کال 2024م کې 10 خبریالان وژل شوي چې هغې کې 6 په سوډان کې وژل شوي اؤ د صومالیه ،چاډ اؤ کانګو صحافیانو هم له خپله ژونده لاسونه وینځلي دي.

رپورټ وایي چې اسرایلي پوځ 5 فلسطیني خبریان وژلي چې پکې یوه ښځينه خبریاله د ګاډي لاندې د راتلو له امله مړه شوې ده.

د رپورټ له مخې په کال2024 کې په امریکا کې 9 صحافیان وژل شوي چې هغې کې ہ 5 د میکسیکو، 5 د کولمبیا او2 د هیټي خبریالان شامل دي.

د رپورټ تر مخه دغه سیمه کې صحافیان په ځانګړي ډول د نشه اي توکو د قاچاق په اړوند د رپورټنګ کولو له امله د ګواښونو، تښتونو اؤ وژنو سره مخ دي.

د اوکراین جګړه هم د صحافیانو د وژنې لامل شوې ده اؤ په کال 2024 دغلته څلور خبریالان وژل شوي دي، په کال 2022م کې دا شمېره 13 او په کال 2023م کې بیا دغلته څلور صحافیان وژل شوي وؤ.

آی جی ایف پخپل رپورټ کې تصدیق کړی دی چې د کال 2024م تر وروستۍ نېټې 516 صحافیان زندانونو ته اچول شوي چې په دې چین تر ټولو زیات صحافیان قید کړي چې شمیره یې 135 ښودل شوې، اسرایل کې 59 اؤ میانمار کې44 خبریالان زندانونو ته اچول شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG