لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د نهمې مې پېښو کې ککړو مجرمانو د رحم په خواست د 19 سزاګانې معاف کړي


د پاکستان پوځ ویلي، د نهمې مې په پېښو کې ککړو سزاوار شوو کې 19 کسانو د رحم خواست کړی، هغه منظور کړل شوی او سزاګانې یې معاف کړل شوي دي. ويل شوي دغو مجرمانو ته دوه، دوه کاله بند سزا اورول شوې وه.

پوځ نن په دويمه جنورۍ ويلي، د نهمې مې په پېښو کې ککړو سزاوار شوو 67 مجرمانو د رحم خواستونه کړي وو، د 19 خواستونه منل شوي او د 48 هغه کورټ اف اپيل ته لېږل شوي دي.

پوځ ويلي، د چا د رحم د خواستونه چې منل شوي، د قانوني کارروايۍ پوره کېدو وروسته به دوی خوشي کړل شي.

ويل شوي، د پاتې مجرمانو سره هم د اپيل حق شته، د قانون او ايين ترمخه ورته قانوني حقونه ترلاسه دي.

پوځ زياته کړې، له دې وړاندې په اپرېل 2024م کې د قانون ترمخه په بشري بنيادونو د 20 مجرمانو خوشي کولو حکم شوی وو.

په 26م دسمبر د پاکستان پوځي عدالتونو د نهمې مې 2023م پېښو کې د ککړتيا په تور د عمران خان د خوريې په ګډون 60 کسانو ته د دوو کالو نه تر لسو کالو پورې د بند سزاګانې اورولې وې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د اېکس اکاونټ څخه پوسټ کې ويل شوي وو، پوځي عدالتونو کې د نهمې مې په اړه د خپلې خوښې اورېدنه شوې ده.

هغه ویلي وو، پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د لارې د ملکي وګړو بنیادي حقونه تروړل شوي او په نړیواله کچه د پاکستان بدنامي شوې ده.

امریکې، برتانیې او يورپي يونين د پوځي عدالتونو لخوا ملکي وګړو ته په سزاګانو اورول کېدو اندېښنه څرګنده کړل شوې ده.

د پوځي عدالتونو لخوا چې کومو کسانو ته سزاګانې اورول شوې، په دغو کسانو کې د پاکستان د ځمکني او هوايي ځواک يو يو افسر او يو پخوانی افسر هم شامل وو.

د کال 2023م په نهمه مې د القادر ټرسټ په نوم د غبن قضیه کې پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ څخه نیول شوی او د هغه د ګرفتارۍ په ضد بیا د پي ټي آي فعالانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وو.

د دغه احتجاج په مهال په ګڼو پوځي او حکومتي ودانیو بریدونه شوي او اورونه ورته لګول شوي وو.

حکومت او امنیتي ادارو د دغو پېښو پړه د تحریک انصاف ګوند په مشرانو او فعالانو اچولې، خو عمران خان او د هغه د ګوند مشران دا تورونه په کلکه ردوي او ويلي يې وو، د هغوي د ګوند ختمولو لپاره د نهمې مې پېښې د یو سازش په توګه پلان کړل شوې وې.

د نهمې مې د پېښو مقدمې پخپله په عمران خان او د هغه د ګوند په نورو مشرانو هم درج دي او له دغو پښو وروسته عمران خان دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو یې د ګوند تر لسو زرو فعالان نیولي خو د امنیتي ادارو رپورټونه وایي چې د نهمې مې د پېښو په تړاو د 1900 پورې کسان نیول شوي وو.

په وروستيو کې د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري د نهمې مې پېښو کې د سزاګانو اورول کېدو او دغو مقدمو په اړه ود چا د نوم اخستو بغېر ويلي وو، د نهمې مې د مرکزي کردار سره د حساب کتاب بغېر د احتساب دا عمل روان وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG