د حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ترمنځ په دويم ځل خبرې شوي، او ويل شوي پي ټي آی حکومت ته خپلې غوښتنې زباني ويلي، په بله ليدنه کې به په ليکلې بڼه غوښتنې وړاندې کوي.
د حکومت او پي ټي آی په دويم ځل خبرې پرون په دويمه جنورۍ د قومي اسمبلۍ سپيکر ایاز صادق په مشرۍ کې شوي دي.
د خبرو وروسته ایاز صادق مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، خبرې په خوشګوار ماحول کې شوي، په ګڼو موضوعاتو غږېدلي او د تحریک انصاف ګوند پلاوي د خپل باني سره د ليدو وخت غوښتی دی.
هغه ويلي، ښيې د خبرو درېم دور راتلونکې اوونۍ کې وشي.
د خبرو وروسته د حکومت لخوا سېنېټر عرفان صديقي ګډه اعلامیه اورولې، چې د عمر ايوب په مشرۍ د پي ټي آی کمېټۍ د حکومتي کمېټۍ سره وليدل، او حکومت ته یې خپل دريځ وړاندې کړو.
هغه وويل، د پي ټي آی کمېټۍ د ګوند د باني عمران خان او ګوند د غړو د خوشي کولو وويل، او زیاته یې کړه چې د پي ټي آی د غړو د ضمانتونو په وړاندې دې خنډان جوړ نه کړل شي.
ويل شوي، پي ټي آی د نهمې مې او 26م نومبر د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه هم وکړه.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلاوي چې پکې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډاپور هم وو، ويلي يې دي چې د عمران خان سره به ويني او د هغې وروسته به د خبرو عمل مخ په وړاندې بوځي.
پي ټي آی ویلي، په بله ليدنه کې به خپلې غوښتنې په ليکلې بڼه حکومت ته وړاندې کړي.
له دې وړاندې د حکومت او پي ټي آی ترمنځ په 23م دسمبر ليدنه شوې وه، وزیراعظم شهباز شريف د پي ټي آی سره د خبرو دپاره کميټي جوړه کړې وه.
تحریک انصاف ګوند تر دې د مخه دریځ نيولی وو، چې مذاکرات به یوازې د اسټیبلشمنټ سره کوي خو په دې وروستیو کې د دې ګوند یو شمېر مشرانو حکومت سره مذاکراتو ته هم امادګي ښودلې وه.
پي ټي آی له دې وړاندې هم غوښتنې کړې چې د ګوند ټول نیول شوي کسان یې خوشې کړل شي، د 2023م په نهمه مې او تېر کال په26م نومبر د اړي ګړي او تشدد د شوو پېښو د څېړلو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
د پاکستان پوځ او حکومت دریځ لري چې د دې دواړو پېښو ذمه وار تحریک انصاف ګوند دی خو یاد ګوند بیا د دې پېښو سره لاتعلقي ښودلې او دا د ځان په ضد سازش ګڼي.
Forum