د خېبر پښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې په یو موټر د ډزو پېښه کې پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي
دا پېښه د خالي په ورځ د پېښور په تهکال سیمه کې رامنځته شوې اؤ پولیس وایي چې دزې د زړې دښمنۍ له امله شوې دي.
د ورسک ډویژن د پولیسو مشر (ایس پي) مختیار خان ډیوه ته ویلي د یو فریق کسان د واده د یوې دستورې نه بیرته په ګاډي کې روان وؤ چې په لاره کې ورته دښمنان ناست وؤ.
د پولیسو د مشر په وینا دواړه فریقین چې کله یو بل ته مخامخ شول نو په یو بل یې ناتاره ډزې وکړې اؤ په دې ډزو کې پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
پولیس وایي چې ددې دواړو فریقینو تر منځ د وړاندې نه زړه دښمني روانه وه. پولیس وایي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي اؤ د ملزمانو د نیولو هڅه کوي.
دې پېښه کې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو د اسلام الله ولد فضل الهي، کامران الهي ولد فضل الهي، محمد طارق ولد، میر رحمان، یوسف ولد اطلس اؤ عباس ولد محمد اکبر په نومونو شوې ده.
همدا شان پېښه کې د خلیل عوامي اتحاد په نوم د تنظیم چیرمین بلال، احتشام، عبدالرحمان، رضوان، اشفاق اؤ ابرابر ژوبل شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې اکثره د ځکمو، جایدادونو اؤ ښځو په شخړو د قبیلو اؤ کورنیو تر منځ دښمنیو کې دغسې پېښې مخې ته راځي چې کله کله پکې سالمې کورنۍ وژل کیږي اؤ دښمنۍ تر کلونو ، کلونو دوام کوي.
Forum