لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان ضد د القادر ټرسټ قضيې فيصله بيا وانه ورول شوه


اسلام اباد کې د احتساب عدالت د پاکستان د پخواني وزيراعظم او پي ټي آی ګوند مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي ضد د القادر ټرسټ قضيه کې فيصله بيا نه اورول شوې. ويل شوي اوس په 13م دسمبر اورولی شي.

القادر ټرسټ قضيه د 190 ميلينه ډالرو کېس دی. له دې وړاندې د دې فيصلې اورولو دپاره د دسمبر 23مه نېټه ټاکل شوې وه.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د احتساب عدالت د جج ناصر جاوېد رانا د رخصتۍ له امله فيصله نن وانه ورول شوه، ياده فيصله په 18م دسمبر محفوظه کړل شوې وه.

د القادر ټرسټ قضيه څه ده؟

پاکستان کې د پي ډي اېم تېر اتحادي حکومت په عمران خان تور لګولی وو چې کله هغه په اقتدار کې وو نو د القادر ټرسټ په نوم د یو خېریه بنسټ لپاره ‏یې د پاکستان ‏دننه د ځمکو د ياد کاروباري تن ملک ریاض نه د پنجاب صوبې د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله ځمکه ترلاسه کړې وه.‏

القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري او عمران خان او د هغه مېرمن د دغه بنسټ مسولین یا مشران دي.‏

عمران خان ويلي وو دغه ځمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو تېر حکومت تور لګولی وو چې دا معامله د عطیې یا ‏چندې نه ده ‏بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض او عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه وه.‏

د پي ډي اېم حکومت ويلي وو، د برتانيې د نيشنل کرايم ايجنسۍ د پلټنو په نتيجه کې ملک رياض د قضيې کولو په ځای جوړ جاړی کړی او ايجنسۍ ‏دغه ‏پېسې‎ ‎‏[‏‎190‎‏ ميلينه پاونډونه] د پاکستان د رياست اثاثه ګرځولې وه.

ويل شوي وو، دغه پېسې بيا برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وې خو د عمران خان حکومت بیا دا پېسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 ‏اربو ‏روپو کې شمارلې او جمع کړې وې چې سپریم کورټ یې د کراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی وو.‏

تېر کال د مې د مياشتې28مه نېټه ملک رياض حسېن په اېکس يو پوسټ کې ويلي وو، "وعده معاف ګواه به نه جوړيږم که څومره ظلم کوئ ویې کړئ"، خو نوموړي د وعده معاف ګواه جوړېدو نور سپيناوی نه وو کړی.

ملک ریاض د القادر ټرسټ ‏او ‏‎190‎‏ ميلينه پاونډونو په مقدمو کې اشتهاري ګرځول شوی او عدالت د هغه د جايدادونو ضبط کولو حکم هم کړی دی.‏

تېر کال په نهمه مې ياده قضيه کې عمران خان نيول شوی او د هغې وروسته پاکستان کې د پي ټي آی پلويانو قهرجنې مظاهرې کړې وې، وروسته عمران خان ته په ياده قضيه کې ضمانت ترلاسه شوی وو.

خو په اګست 2023م کې بندي کړل شوی عمران خان په دې قضيه کې د تېر کال د نومبر په مياشت کې بيا نيول شوی وو.

د احتساب عدالت جج ناصر جاوېد رانا تېر کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده قضيه کې په عمران خان او بشرا بي بي فرد جرم لګولی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG