لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې د جرمني یو ډپلومات په خپل کور کې مړ موندل شوی


د جرمني سفارت چارواکو د پېښې خبر ځايي پوليسو ته ورکړ او هغوی د جورګن مړی د عدلي طب د معاینې لپاره روغتون ته استولی دی.
(فایل فوټو)
د جرمني سفارت چارواکو د پېښې خبر ځايي پوليسو ته ورکړ او هغوی د جورګن مړی د عدلي طب د معاینې لپاره روغتون ته استولی دی. (فایل فوټو)

د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د جرمني د سفارت دوهم سېکرتر تامس جورګن د جنورۍ پر شپږمه (مرغومي ۱۷) په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

هغه د اسلام اباد په سفارتي ساحه کې په يو اپارتمان کې استوګن و او دغه سيمه د کلک امنيت له امله سره ساحه بلل کېږي.

پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي دي چې د جرمني سفارت دوی ته وويل چې تامس جورګن له دوو ورځو راهيسې دندې ته نه و تللی او همکاران يې د هغه د غير حاضرۍ له امله اندېښمن وو او کله چې د هغه په لټون پسې اپارتمان ته ورغلل نو هلته يي د نوموړي مړی وموند.

د جرمني سفارت چارواکو د پېښې خبر ځايي پوليسو ته ورکړ او هغوی د جورګن مړی د عدلي طب د معاینې لپاره روغتون ته استولی دی.

پولیسو ویلي دي چې د مړینې لامل لا نه دی معلوم او په روغتون کې به د مړي د جسد د معاينې تر راپور وروسته معلومه شي چې د دغه جرمني دپلومات د مرګ لامل څه وو.

پوليسو زياته کړې ده چې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت له دې پېښې خبر دی او د دپلومات د مړینې د څرنګوالي په اړه نورې پلټنې روانې دي.

یادونه: د وي او اې اشنا په مننه

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG