لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوه ډله افغانان امریکا ته د منتقل کېدو په لړ کې، فلیپينز ته رسېدلي


یوه ډله افغانان د ګل/دوشنبې په ورځ فلېپینز ته ورسېدل چې امریکا ته د خپلې کډوالۍ د ځانګړو ویزو د کاغذاتو تکمیلېدو پورې، هلته کې پاته شي. دا کسان د امریکا او فلیپينز ترمنځ د یوې لوظنامې ترمخه هلته اوسېدلی شي چې په دې موده کې به یې امریکا کې د دایمي آبادېدو په کاغذاتو کار روان وي.

فلیپینز هېواد تېرکال جولائی میاشت کې دې ته راضي شو چې یو محدود شمېر افغان شهریانو دپاره کوم چې امریکا کې د آبادېدو په انتظار دي، د امریکا د کډوالۍ ویزې د یو پروسېسنګ سنټر کوربه پاته شي.

د فلیپینز د خارجه وزارت ترجمانې ټرېزیتا ډازا وویل، فلیپینز ته د ګل/دوشنبې په ورځ رسېدلي افغان شهریانو ته د هغه هېواد د ننوتو ویزه ورکړی شوه. هغې زیاته کړه چې دغه ډله افغانان مخکې تر دې چې مانيلا ته ورسیږي، په پراخه کچه امنیتي جاج اخېستنه یې شوې وه او پوره د صحت معاینات یې هم ترسره کړي و.

مېرمن ډازا دا هم وویل چې په فلیپینز کې د دغو افغانانو د پاته کېدو اخراجات، د هغوی د خوراک، استوګنځای، امنیت، صحت، او د انتقالاتو د مصرفونو په شمول، دا ټول به د امریکا حکومت ورکوي.

هغې دا روښانه نکړه چې څه تعداد افغانان فلیپینز ته ور رسېدلي، او یا د دوی د امریکا د ویزې پروسه به څومره اوږده وي. د فلیپینز د قوانینو ترمخه، د ویزې درخواست کوونکي د نهه پنځوس (۵۹) ورځو زیات وخت هلته کې نشي تېرولی.

deewa
deewa

د فلیپینز یو جګپوړي چارواکي تېر کال اېسوشیټډ پرس خبري ادارې ته ویلي و چې د امریکا سره د یو ځلي لوظنامې دلاندې، صرف د ۱۵۰ نه واخله تر ۳۰۰ درخواست کوونکو پورې په فلیپینز کې پاته کېدلی شي. دغه چارواکي ته د مانیلا او واشنګټن ترمنځ مذاکرات معلوم و، او د خپل پېژندګلو د نه ښکاره کولو په شرط یې اې پي خبري ادارې سره دا معلومات شریک کړي دي.

دغه افغان شهریان چې غواړي امریکا ته منتقل کړی شي، پخوا یې افغانستان کې د امریکا د حکومت دپاره کار کولو او یا د امریکا د سپېشل اېمګرانټ ویزه (اېس آی وي) دپاره مستحق بلل شوي و، مګر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د انخلا او کابل ته د طالبانو د ستنېدو په وخت کې دوی په افغانستان کې پاته و.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلنکن په اول ځل د دوی د منتقل کولو په لړ کې کال ۲۰۲۲ کې د فلیپینز خارجه وزیر نه تقاضه وکړه، او بیا چې کله د فلیپینز صدر فردیننډ مارکوس جونیئر تېر کال امریکا ته په دوره راغلی و، نو هغه وخت کې صدر جو بایډن ورسره په دې خبرې بحث کړی و.

له هغه وخته چې دوه کاله وړاندې مارکوس په فلیپینز کې انتخابات په غټ اکثریت سره وګټل، د امریکا سره یې د خپل ملک تعلقات بېرته پیاوړي کړي دي.

د تېر کال په فبروري میاشت کې د فلیپینز صدر د ۲۰۱۴ کال د دفاعي لوظنامې دلاندې، خپلو سیمو کې د امریکا د پوځي شتون د وسعت ورکولو اجازت ورکړ چې دې فیصلې چین په غوسه کړ.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG