لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټل- پاړه چنار سړک د 48ؤ امنیتي پوستو جوړولو پرېکړه شوې


د کورنیو چارو د محکمې دستاویزات ښیي چې د خېبر پښتونخوا حکومت په ټل- پاړه چنار سړک د 48ؤ امنیتي پوستو جوړولو پرېکړه کړې ده.

د نهې په ورځ ګڼو پاکستاني رسنیو د کورنیو چارو د محکمې د دستاویزاتو په حوالې ورکولو سره ویلي د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو محکمه به د وفاقي حکومت څخه په پاړه چنار کې د ایف آی ای د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د څانګې جوړولو غوښتنه کوي.

د دغو دستاویزاتو له مخې د ټل پاړه چنار سړک د خوندي کولو لپاره به یو ځانګړی ځواک جوړولی شي اؤ ددې لپاره به 399 پخواني امنیتي مامورین بهرتي کولی شي.

دستاویزات ښیي چې دا ځانګړی ځواک به د پولیسو د ضلعي افسر ماتحت وي اؤ د امنیتي پوستو جوړولو لپاره به د اړینو پنګو څخه حکومت خبرولی شي.

د کورنیو چارو د محکمې له دستاویزاتو دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې حکومت به د کورمې د اوسیدونکو نه د وسلو په بیه اخستو باندې غور کوي اؤ هم به کورمه کې خلکو ته زر تر زره د وسلو د لایسنسونو ورکولو لپاره یوه ځانګړې څانګه پرانستلی شي.

دستاویزاتو کې راغلي چې د پولیسو اؤ ضلعي انتظامیې په مرسته به کورمه کې ټولې مورچې د فرورۍ تر وړومبۍ نیټې ویجاړولی شي.

د دستاویزاتو له مخې د اپېکس کمیټې د فیصلې په رڼا کې به په کورمه کې د فرورۍ د میاشتې تر وړومبۍ نیټې د خلکو نه وسلې راغونډولی شي، ددغو وسله ډیجیټل ریکارډ به جوړولی شي اؤ د وسلو څارنه به ضلعي انتظامیه کوي.

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند بېرسټر محمد علي سېف په شپږم دسمبر ویلي وؤ، د کورمې په مرستیال کمېشنر له حملې وروسته د نن څخه په ټولو فيصلو عمل کول پيل شوي دي.

هغه ویلي وؤ په مرستيال کميشنر جاوېدالله مسيد باندې حمله کوونکي د امن دښمنان ټول کردارونه په ډاګه کولی شي، د قانون منګولو ته به راوستی او سزا به ورته ورکولی شي.

د جنوری په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.

او ښاغلي سېف په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ امدادي قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی و چې پکې پخپله ډپټي کمشنر او ساتونکي یې ژوبل شوي وو.

بېرسټر سېف ويلي، د کورمې د مرکزي لارې دپاره د امنيت ګامونه نور سختولی شي، او مشرانو ته په حمله کې د ککړو کسانو زر تر زره حواله کولو ویل شوي دي.

د لارو د بنديز او غوښتنو دپاره په پاړا چنار کې شيعه ګانو او په کوزه کورمه مندوري کې سنيانو احتجاجونه کړي دي.

اوړمه ورځ ویل شوي وؤ چې په پاړا چنار کې په احتجاج کونکو مقدمه درج شوې او په مندوري کې احتجاج لا هم دوام لري.

د احتجاج مشري کونکى حاجي کريم خان وي او اې ډيوه ته ويلي، احتجاج نه ختموي او نه به د ګاډو قافله پرېږدي ترڅو پورې يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.

هغه ويلي،ر بګن او شاخوا کورونو باندې په 22م نومبر شوي يرغل کې ککړ کسان دې ونيولى شي، خلکو له دې د ورانو شوو کورونو او دوکانونو معاوضه ورکړل شي او سيمه دې له وسلې څخه پاکه کړل شي.

د پاړا چنار احتجاج کوونکو ويلي، په رڼا ورځ په مرستيال کميشنر برید وشو، حکومتي امنيتي رټ چېلنج شو او مقدمه په پرامنه احتجاج کوونکو درج شوه.

په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG