لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متقي او د هند خارجه سیکرټري د سفارتي، سیاسي او تجارتي اړیکو پر زیاتوالي خبرې کړې


د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي او د هندوستان خارجه سیکرټري وکرم میشري په دوبۍ کې سره لیدلي.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي او د هندوستان خارجه سیکرټري وکرم میشري په دوبۍ کې سره لیدلي.

هندوستان ژمنه وکړه، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره په همکارۍ به په دې بېوزله، له اقتصادي پلوه کمزوري، جګړه ځپلي او قدرتي افتونو اغېزمن کړي هېواد کې پرمختیایي منصوبې ترسره کړي.

هندوستان دا ژمنه د چارشنبې- شورو په ورځ وکړه چې د دې هېواد د بهرنیو چارو سیکرټري وکرم میشري د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ولیدل او دواړو د دوه اړخیزو تجارتي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له خپل خارجه سیکرټري سره د متقي تر لیدو وروسته په خپل بیان کې وویل، میشري هغه [متقي] ته وویل چې نوی ډیلی "د افغانانو د بیړنیو پرمختیایي اړتیاوو پوره کولو ته تیار دی". هند په خپل بیان کې ویلي:

"د ترقیاتي فعالیتونو لپاره اوسنيو اړتیاوو ته په کتو دا پرېکړه وشوه چې هند به په نیزدې راتلونکي کې د بشري مرستو له روان پروګرام پرته [په افغانستان کې] په پرمختیایي منصوبو کې د شاملېدو په اړه فکر وکړي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، له متقي سره د هند د خارجه سیکرټري په دې لیدنه کې د دوی د تجارت او ټرانسپورت وزارتونو مرستیالان هم موجود وو او وایي دواړو خواوو په سیمه کې امنیتي حالاتو ته بیاکتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند حافظ ضیاء احمد پر ایکس باندې په خپل بیان کې ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او د خلکو تر منځ په اړیکو هر اړخیزې خبرې وشوې:

"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او زياته يې کړه چې د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړو چې د سیمې د یو مهم او اقتصادي هیواد په توګه له هندوستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو".

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي، "افغان پلاوي د هند د امنیتي اندېښنو په اړه خپل حساسیتونه رابرسېره کړل. دواړه متفق شول چې له یو بل سره په رابطه کې پاته شي او د مختلفو کچو منظمو اړیکو ته دوام ورکړي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، امیر خان متقي هندي لوري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه چا ته خطر نه شته او وایي هغه له هند سره د سفارتي اړیکو د زیاتولو، د تجارت، ناروغانو او زده کوونکو د ویزو اړوند سهولتونو د زیاتولو هیله یې څرګنده کړه.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت د غوښتنې په جواب کې نوي ډیلي هم پر دې خبره اتفاق وکړ چې د روغتیا په څانګه او په افغانستان کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې لپاره به د اضافي موادو مرستې وکړي:

"د بهرنیو چارو سیکرټري د افغانستان له خلکو سره د هند تاریخي ملګرتیا او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. په دې ترڅ کې هغه د افغانستان د خلکو د بیړنیو پرمختیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هند چمتووالی څرګند کړ".

د طالبانو ویاند وایي متقي هندي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې حکومت یې "متوازنه او د اقتصاد په بنیاد بهرنۍ پالیسي" پر مخ بیایي. وایي هغه په سیمه کې د یو مهم اقتصادي هېواد په توګه له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره خپله هیله څرګنده کړه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي،‌ دواړو خواوو د لوبو (کرکټ) په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې او وایي د افغانستان ځوان نسل دېر اړخ زیات ارزښت ورکوي:

"په دې هم اتفاق وشو چې له چابهار بندره په افغانستان کې د بشري مرستو په ګډون د تجارت او تجارتي فعالیتونو د ملاتړ لپاره کار واخیستل شي".

د 2021م کال له اګست راهیسې څه کم درې نیم کاله کېږي چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي دي خو تر اوسه یې حکومت د نړۍ هیڅ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی او یواځې د ګوتو په شمېر څو هېوادونو ورسره سفارتي اړیکې پیل کړې دي.

د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو له کبله د پاکستان او د طالبانو د حکومت اړیکې له پیل راهیسې ښې نه وې خو په وروستیو کې په افغانستان کې د پاکستان بمبارۍ دا اړیکې لا خرابې کړې خو له هند سره یې اړیکې په زیاتېدو وي.

د افغانستان لپاره د هند د خارجه وزارت ځانګړي مامور جیتندر پال سېنګ د یو پلاوي په مشرۍ د تېر کال په نومبر کې د کابل دوره کړې وه او هلته یې د طالبانو له خارجه وزیر امیرخان متقي او د دفاع له وزیر مولويمحمد یعقوب سره لیدلي وو.

څېړونکي وایي کېدای شي له نوي ډیلي سره د طالبانو د حکومت د مشرانو د اړیکو زیاتوالی به له ګاونډي او د هندوستان له رقیب ملک پاکستان سره د هغوی شخړه او اختلافات لا زیات کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG