لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د پوليو بله پېښه رپورټ شوې


خېبرپښتونخوا کې د پوليو بله پېښه رپورټ شوې ده. د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، نوې پېښه ټانک ضلعه کې تاييد شوې د 13 مياشتو ماشومه پوليو وهلې ده.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د دې پېښې نمونمې د تېر دسمبر په مياشت کې ليبارټرۍ ته لېږل شوې وې، ځکه دا پېښه هم د تېر کال کېس شمارلی شي.

پاکستان کې د تازه پېښې سره په 2024م کال کې د پوليو د پېښو شمېره 69 ته ورسېده.

ټانک دا پينځمه پېښه ده چې په 2024م کال کې یې تاييد وشو.

پاکستان کې تېر کال د پوليو رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې په بلوچستان صوبه کې شوې وې.

خېبرپښتونخوا کې 21، سيند کې 19 او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.

پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.

حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.

خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG