لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ: پوځي عدالتونه د پېښور د سکول بريد کې ککړو مجرمانو دپاره جوړ شوي وو


د پاکستان د سپريم کورټ د ايينې بېنچ غړې جسټس مسرت هلالي ويلي، د ملکي وګړو ضد پوځي عدالتونو کې اورېدنې د پېښور د آرمي پبلک سکول شان مجرمانو ضد اورېدنې دپاره جوړ شوي وو.

په 16م دسمبر 2014م پېښور کې په ارمي پبلک سکول خونړی ترهګر بريد شوی، د 150 پورې کسان پکې وژل شوي، زياتره یې په سکول کې زده کوونکي ماشومان وو. د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو مياندې او پلاران تراوسه وايي، انصاف ورته ور نه کړی شو، او په ياده پېښه کې زمه وار نه دي په ګوته کړل شوي.

د پاکستان سپريم کورټ کې د جسټس امين الدين خان په مشرۍ د اووه ججانو اييني بنچ د ملکي وګړو ضد پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو په اړه اورېدنه شوې ده.

جسټس مسرت هلالي ويلي، ايا د ټولو ملکي وګړو سره هغه شان سلوک کېدی شي کوم چې د پېښور ارمي پبلک سکول پېښه کې شوی وو؟، کله چې پوځي قانون راځي نو ايا ټول بنيادي حقونه معطل کيږي؟. د پاکستان ايين معطل نه دی.

د پاکستان د ځايي مطبوعاتي ترمخه، د دفاع وکیل خواجه حارث عدالت ته نن هم خپل دلايل وړاندې کړي دي. هغه ويلي، د ايين د 233مې مادې دوه برخې دي يوه د پوځونه او بله د ملکي وګړو.

نوموړي بيا د اېف بي علي کېس حواله ورکړې، خو جسټس جمال مندوخېل بيا ویلي، اوسنۍ اورېدنه د نهمې مې د ملزمانو په اړه ده د هغو تعلق خو د وسله والو ځواکونو سره نه وو.

نوموړي بيا پوښتنه کړې، چې په پوځي قانون کې د ملکي وګړو اورېدنه کېدی شي، يا نه، يا دا يواځې د مخصوصو ملکي وګړو دپاره وو؟.

جسټس محمدعلي مظهر بيا ويلي، په دغې نړیوال چلند څه دی؟ خواجه حارث ویلي راتلونکې کې به په دغې اړه دلايل وړاندې کړي.

اورېدنه کې جسټس جمال مندوخېل د پارلیمان د واک په اړه ويلي، قانون دې جوړ کړي چې څه به جرم وي. ويل کیږي چې پارلیمان سپريم يا سر لوړی دی، خو هغه ويلي د ده په خیال ايين سپريم دی.

وروسته اورېدنه د سبا نهمې جنورۍ پورې ځنډول شوې ده.

د کال 2023م کې د نهمې د پېښو په تور کې نزدې د سلو کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوې او سزاګانې ورته اورول شوي، او د پوځ وياندې ادارې آی اېس پي ار ترمخه د نهې مې په پېښو کې ککړو په مجموعي توګه 67 کسانو د رحم اپيلونه کړي وو چې پکې د 19 کسانو سزاګانې معاف کړل شوې وې او د 48 کسانو معامله به کورټ اف اپيل ته وړل کېږي.

د پوځي عدالتونو دننه د اورېدنو سره مخ کسانو باندې تور دی چې د 2023م کال د مې په نهمه یې د پخواني وزیر اعظم عمران خان تر نيول کېدو وروسته په احتجاجونو کې پوځي تنصیبات په نخښه کړي وو خو پخواني وزیر اعظم عمران وايي دا هرڅه پوځ په تحريک انصاف ګوند د مقدمو جوړولو لپاره په خپله کړي وو.

تېر کال د 2024 دسمبر په 13مه د سپريم کورټ اييني بېنچ پوځي عدالتونو ته د نهمې مې په پېښو کې ککړو 85 کسانو ته د فيصلو اورولو اجازت ورکړی وو خو ويلي یې وو چې د پوځي عدالتونو پرېکړې به په سپريم کورټ کې د التوا لاندې مقدمې د فېصلې سره مشروطې وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG