لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د ږوب او قلعه سېف الله ولس تښتول شوی تن ژغورلی، درې تښتونکي یې وژلي


د جنورۍ پر اوومه د ږوب او قلعه سیف الله ضلعو منځنۍ سيمه ګوال اسماعیلزۍ څخه دوه تنه تښتول شوي وو، د ليويز چارواکو په وينا چې د وسلوالو ترهګرو اغوا کارانو له لوري يو تن په هم هغه مازيګر وژل شوی او یو تښتول شوی تن په 24 ساعتونو کې ژغورل شوی دی.

د قلعه سېف الله ډپټي کميشنر، سعید احمد دمړ ډيوه ته ويلي، ځایي خلکو او لیویز فورس په ګډه د اغوا کارو لټه کړې ، تښتونکو ته سخت ځواب ورکول شوی او درې تښتونکي د دې عملیاتو په وخت کې وژل شوي دي.

سعید احمد دمړ وويل، "د ګوال اسماعیلزۍ په یو کلینیک کې دوه کسان، ډاکټر جمعه رحیم چې د ژوب اوسېدونکی وو او مسعود خان چې د ګوال اسماعیليزۍ اوسیدونکی وو، وتښتول شول، تښتونکو هغه وخت مسعود خان د زور کولو په وجه وژلی او ډاکټر جمعه رحیم یې له ځان سره بیولی وو".

د ښاغلي په وينا له پېښې وروسته، لیویز ځواک او د ګاونډیو سیمو کليوال خلک سم دستي په تښتونکو پېسې شوي وو.

هغه ويلي، هم دې وخت کې تښتونکو خپل موټر د تکنيکي خرابۍ په وجه پرېښودی او وروسته يې نزدې غرنۍ سیمې ته تېښته وکړه او ځايي خلک او ليويز ځواک ور پسې ورغلي وو.

د ږوب ضلعې کميشنر نويد عالم په وينا، د ډاکټر جمعه رحیم د ژغورلو عملیات په موسازۍ سیمه کې ترسره شول، چې ځایي خلکو او د دواړو ضلعو لیویز فورس په همکارۍ تښتونکي ګیر کړل شول، تښتونکو په پاې کې تښتول شوی تن پرېښود او له سیمې وتښتیدل، خو ليويز ځواک او خلک ورپسې روان وو چې په دې عملیاتو کې درې تښتونکي ووژل شول.

د نويد عالم په وينا، "دوه تښتونکو د بمونو په واسطه ځانونه الوزولي او یو یې د ځوابي ډزو په ترڅ کې وژل شوی، يو تن لا هم په غرييزه سيمه کې پټ دی چې پر ضد يې عمليات روان دي او ژر به و موندل شي".

ډپټي کمشنر سعید احمد دمړ تایید کړه چې د تښتونکو پورې اړوندې یوې ډلې د پېښې نه وړاندې د مغوي کورنیو څخه پیسې غوښتې وې. دا پېښه د تاوان په نیت ترسره شوې وه.

چارواکي وايي چې په تښتونه کې ښکېل وژل شوي کسان د ږوب روغتون ته وړل شوي او د هغوی په باب څیړنې روانې دي.

له يادې پېښې وروسته پر ټولنيزو رسنيو د ږوب او قلعه سېف الله د ولسي خلکو زيات صفتونه شوي او د خلکو دا عمل زيات ستايل شوی دی.

وکيلې، قانون پوهې او د انساني حقوقو فعاله جليله حيدر پر فېسبک ليکلي، "د ږوب قلعه سيف الله و خلکو ته سور سلام".

مشهوره مزهبي عالم، استاد او فعاله سيد باچا اغا ليکلي، "د ږوب او قلعه سيف الله خلکو تښتول شوی ځواب را خلاص کړ، او درې اغوا کاران يې خپل انجام ته رسولي، چې لدې دا ثابته شوه چې موږ د ځان خونديتوب په خپله کولای شو".

له دې سره پر ټولنيزو رسنيو دا ټرېنډ هم روان دی چې د قام ناتار په قام را ګرځي، معنا چې د ځايي خلکو په خپل همت دا کار ممکن کړ او د تښتونکو شومې غوښتنې يې شنډې کړې.

د دې پېښې پر ضد ، په ږوب کې ټول ګونديز اتحاد لخوا احتجاجونه شوي، احتجاج کونکو د کوټې ږوب لويه لاره بندې کړې وه او په ږوب ښار کې يې جلسه کړې وه.

دوی غوښتنه کړې، چې حکومت دې خلکو ته بشپړ امنیت ورکړي او د ترهګرو او هغوی ته د ملاتړ کوونکو سره دې قانوني چلند وکړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG