لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د کولې له کان څخه د 7 نورو مزدورانو مړي را ایستل شوي، خو بل ځاې دوه نور مزدوران کان کې بند پاتې شوي


File photo
File photo

له شپیته ساعتونو وروسته د کوټې د کولې په کان کې د بند پاتې شوؤ 7 نورو مزدورانو مړ‎ی را ایستل شوي چې دې سره د را ایستل شویو مړ‎و شمېر 11 ته رسیدلی دی.

دوہ نور د کولې مزدوران په ھرنایي کې په یو کان کې بند شوي دي.

د چارو کو په وینا د زیارت- پنج شنبې په ماښام د بلوچستان د کوټې ضلعې په سنجیدي سیمه کې د زهرجن ګېس د چاودنې له امله د کولې په کان کې چاودنه شوې وه چې پکې 12 کار کونکي بند پاته شوي وؤ۔

په بند پاتې شوؤ مزدورانو کې د څلورو مړ‎ي اوړمه ورځ را ایستل شوي وؤ۔

د افتونو پر وخت مرسته کوو نکې دولتې ادارې پي ډي ایم اې اؤ ھلته د مرستو په کار کې د برخه لرونکې مرستندویه ادارې ریسکیو 1122 یو چارواکي ماجد خان د اتوار په ورځ ډیوه ته ویلي "له بند پاتې 8 مزدورانو څخه د 7 نورو مړي را ایستل شوي، تر اوسه 11 مړي له کوله کان څخه را ایستل شوي دي، او یوازې یو مړی لا هم دننه پاته دی"


د ماجد خان په خبرہ له 12 خواریکښو څخه د 11 تعلق له خیبر پښتونخوا شانګلې او د یوہ تعلق له مدین سرہ دی، یو مزدور د بلوچستان دی۔

د ژغورنې د عملیاتو تر شپیتو ساعتونو وروسته، د ماینز انسپکټر عبدالغني بلوڅ وویل چې د خاورې لرې کولو په ترڅ کې 7 مړي نن له کان نه راویستل شول، تر دې وړاندې، په دویمه ورځ 4 مړي راوړل شوي وؤ.

یادہ پېښه له کوټې ښار څخه شاوخوا 48 کلو میترہ نمر خاته ته پرته سنجیدي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې وه چې د کولې په یو کان کې د زهرجن میتھین ګېس د زیاتوالي له امله، د چاودنې په نتیجه کې دغه کان ړنګ شو ی ؤ۔

د ماینز انسپکټر د پېښې د تحقیقاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې که چیرې ماین مالک د حفاظتي تدابیرو په لړ کې غفلت کړی وي، نو د قانوني چلند سره به مخ شي۔

بل لوري ته د بلوچستان د ھرنایي ضلعې شاھرګه کې د کولې په یو کان کې دوہ تنه خواریکښ بند شوي۔

د ځایي اوسیدونکي او د ماینونو انجینیر نور بابړ‎ په وینا،د یادو مزدورانو تعلق د خیبر پښتونخوا له دیر سیمې سرہ دی.

هغه وایي پېښه تیرہ شپه درې بجې را منځ ته شوې، د کولې کان ناستی دی، دوہ مزدوران پکې دننه ګیر شوي دي ،د کویلي ځایي مزدوران د ھغوی د را ایستولو په کار بوخت دي۔

د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینو د پېښو له زیاتوالي سرہ د کولې کانونو د خوندیتوب مسله بیا تر بحث لاندې راغلې ده۔

د مزدورانو اتحادیې وايي چې د کولې کانونو کې د خوندیتوب تدابیر او د کارګرانو د ژوند خوندي کولو لپاره د اړونده ادارو اقدامات کافي نه دي۔

د دوی په وینا، په بلوچستان کې د کولې کانونو کې د کارکوونکو د مړینې د پېښو په اړه سرغړونې معمول دی۔

د پاکستان سینټرل ماینز لېبر فېډریشن مطابق، په بلوچستان کې په کال 2025م کې د کولې په کانونو کې تېر کال 127مزدوران بیلا بیلو پېښو کې د بې احتیاطۍ او د خوندیتوب د تدابیرو نه عملي کولو له کبله مړه شوي خو حکومت دا شمېر 83 یادوي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG