په بلوچستان کې په دوو جلا جلا مرګونو پېښو کې د کولې له کانونو څخه د 13 خواريکښو مړي را ايستل شوي، د يو خواريکښ مړی تر څلور ورځو تيريدو پس هم لا نه دی را ايستل شوی. صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره وايي د بند پاتې مړي را ايستلو دپاره عمليات دوام لري.
د بلوچستان د هرنايي ضلعې په شاهرګه سيمه کې د کولې کان د نړېدو له امله په کان کې کارکونکي دوه خواريکښو مړي له 12 ساعته پس را ايستل شوي، د چارواکو په وينا د مړه شوو خواريکښو تعلق د خېبر پښتونخوا له دير سيمې سره دی.
بل لوري ته له شاوخوا 60 ساعتونو پس د کوټې ضلعې د سنجدي په سيمه کې په کوله کان کې بند د اووه نورو مزدورانو مړي را ایستل شوي، له دې کانه د را ایستل شویو مړو شمېر 11 ته رسېدلی، چې يو لا هم پکې بند پاتې دی.
د پي ډي اېم اېم چارواکو وي او اې ډيوه ته نن په 13مه جنورۍ وويل، د بند پاتې خواريکښ د مړي را ايستلو دپاره عمليات دوام لري.
د چارو کو په وینا د نهمې جنورۍ په ماښام په سنجدي سیمه کې د زهرجن ګېس له امله د کولې په کان چاودنه شوې، چې هغه وخت په کان کې کارکونکي 12 تنه بند پاتې شوي وو، له 30 ساعته پس څلور خواریکښو مړي تېره ورځ را ایستل شوي، او د اوو مړي پرون را ايستل شوي وو.
په 12 خواریکښو کښې د لسو تعلق د خېبر پښتونخوا له شانګلې او یو تعلق له مدین سيمې سره وو، او د يو مزدور تعلق له بلوچستان سره ښودل شوی دی.
د خواريکښو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم پاکستان سنټر ماين لېبر فېډرېشن خېبرپښتونخوا مشر علي باش وايي، په کانونو کې غريب خواريکښ په پېښو کې مړ شي، څوک یې بيا تپوس نه کوي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل، په حکومتي کچه خواريکښو ته حقونه نه ورکړل کيږي.
د خواريکښو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، يو خو د خواريکښو د ساتنې دپاره کوم اقدامات نه کيږي او بل که د کوم غفلت په وجه پېښه وشي په هغه پېښه کې زمه وار معلوم نه شي، چاته سزا ور نه کړل شي ځکه دا پېښې دوام لري.
د بلوچستان د ماينونو او معدنياتو د محکمې د چارواکو په وينا د تازه پېښې تحقیقات يې پيل کري، وايي که چري د ماین مالک د حفاظتي تدبيرونو اړوند غفلت کړی وي، نو د قانوني چلند به ورسرہ کيږي.
د پېښو له زیاتوالي سرہ د کولې کانونو د خوندیتوب مسله بیا تر بحث لاندې راغلې ده.
د مزدورانو اتحادیې وايي چې د کولې کانونو کې د خوندیتوب تدبيرونه او د خواريکښو د ژوند خوندي کولو لپاره د اړونده ادارو لوري اخيستل شوي ګامونه نا کافي دي.
Forum