د امریکې په لاس اینجلس ښار کې د لګیدلي اور کې د وژل شوو شمېره 24 ته رسیدلې
د امریکې د کېلیفورنیا ایالت په لاس اینجلس ښار کې د اور لګېدلو یوه اونۍ پوره شوه او د اور وژنکي عمله يي په قابو کولو کې بوخته ده. تر اوسه د اور لګیدلو دې پېښه کې 24 کسان مړه شوي دي. چارواکي وايي دې اور کې اوه زره کورونه سوځیدلي چې د اور وژلو د عملې یو تن کور پکې هم شامل دی. د وي او اې خبریالې جینیا دولووت رپورټ د اشفاق مومند په غږ: