پاکستان کې د 2024م د پوليو بله پېښه معلومه شوې ده د تېر کال د پوليو د پېښو شمېره 73 ته ورسېده. دا هغه کېسونه دي، د کومو ماشومانو څخه چې د پوليو وايرس نمونې په تېر کال کې اخستل شوي او د ليبارټرۍ څخه یې نتيجې اوس را وځي.
د پوليو د مخنیوي پروګرام ويلي، پاکستان کې د تازه پېښې سره د تېر کال د پوليو د پېښو شمېره 73 ته ورسېده، پرون په 16مه جنورۍ یې د صحت قامي مرکز کې د پوليو ليبارټرۍ تاييد کړی دی.
ويل شوي، پوليو د سيند صوبې په ټهټه ضلعه کې ماشوم وهلی دی.
پاکستان کې تېر کال د پوليو رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې په بلوچستان صوبه کې شوې وې.
خېبرپښتونخوا او سيند کې 22,22 او پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې وه.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
د پولیو د مخینوي پروګرام ویلي، د روان کال د پولیو ضد څاڅکو اولنی قومي کمپېن د فرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې پیل کولی شي.
ویل شوي تېر دسمبر کې د پولیو کمپېن کې 98 فیصده ریکارډ هدف ترلاسه کړل شوی وو.
Forum