د امریکا سنېټ د دې هېواد د خارجه وزیر په حیث د پخواني سنېټر مارکو روبیو تقرري منظوره کړه او په دې توګه د نوي صدر ډانلډ ټرمپ د کابینې اولنی غړی شو چې د سنېټ نه یې د ټاکل کېدو تایید ترلاسه کړ. هغه ته ټولو سنېټرانو د تایید رایه ورکړه او ۹۹ د صفر په وړاندې رایې سره، د هغه تقرري تصدیق شوه.
مارکو روبیو د رېپبلېکن ګوند پورې اړه لري او مخکې تر دې په سنېټ کې د فلوريډا ایالت سنېټر و. هغه د سنېټ د خارجي اړیکو په کمیټې کې و، او پخوا یې پخپله د هغو کسانو د ټاکنې په اورېدنه کې برخه اخېسته چې د امریکا د حکومت منصبونو، په ځانګړې توګه خارجه وزارت څوکۍ ته به نومل شوي و.
اوس چې هغه د امریکا خارجه وزیر شو، نو په سنېټ کې یې چوکۍ تشه شوه.
مارکو روبیو په خټه د کیوبا دی، او پخوا یې دوه ځله د امریکا صدارتي څوکۍ ته هم ځان کاندید کړی و. هغه پخوا د صدر ټرمپ رقیب و، مګر په دې وروستیو انتخاباتو کې یې ترڅنګ اودرېدو او د ټرمپ ملاتړ یې وکړ.
د صدر ټرمپ د سوګند دستورې نه پس، سنېتران بېرته د ګل/دوشنبې په ماښام سنېټ ته ولاړل او هلته یې خپله کاري غونډه جوړه کړه. په هغو کسانو کې چې ټرمپ خپلې کابینې ته نومولي دي، مارکو روبیو تر ټولو نورو کم متنازعه کس و.
توقع کیږي چې د سي آی اې یا د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشري ته نومل شوی جان راټکلیف هم تر نهې/سې شنبې ورځې پورې په تېزۍ سره د سنېټ لخوا تایید شي. د ټرمپ د نورو نومل شوو چارواکو، چې په کې د دفاع وزارت ته نومل شوی پيټ هېګسټ هم شامل دی، د منظورۍ دپاره د سېنټ رایه اچونه به وروسته دا هفته وشي.
دا معمول کار دی چې د امریکا د نوي صدر د سوګند په ورځ، سنېټ یې د کابینې ځیني اهم غړي چې نومل شوي، هغوی منظور کوي.
Forum