لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ صدارتي احکامات لاسليک کول پيل کړي


د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ د صدارتي لوړې يا سوګند کولو وروسته په لومړۍ ورځ اېګزېکټيو ارډرز، صدارتي احکامات لاسليک کول پيل کړي دي، په دغو احکاماتو کې د پخواني صدر جوبايډن ګڼ اقدامات د مينځه تللي، امریکا د ماحولياتو يا چاپېريال د لوظنامې څخه جدا شوې او د ټرمپ ضد ټولې مقدمې او پلټنې ختمول شامل دي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د صدارتي احکاماتو نه علاوه ځينې نور احکامات هم ټرمپ لاسليکوي، چې پکې په پولو تګ راتګ، تېل او قدرتي ګېس پيداوار سېوا کول او فنډونه قابو کول دي.

د صدر ټرمپ لومړي اقدامات او د راتلونکې منصوبې

اقتصاد

د ګل، دوشنبې په شپه کېپټل ون ارينا کې ټرمپ خپل لومړی علامتي یادداښت لاسليک کړی کوم کې مرکزي ادارو ته د ګرانۍ کمولو لارښوونه شوې ده.

په دغو احکاماتو کې د پخواني صدر جوبايډن ګڼ شمېر اقدامات د مينځه تللي، لکه د قدرتي ګېس او تېلو په ماليه کې کمی او په الاسکا کې تېل را ايستل شامل دي.

خو نوموړي د چين، مېکسيکو، کېنډا او نورو لخوا امریکا ته لېږونکو توکيو باندې د نوو ټېکسونو حکم نه دی کړی.

تر ټولو لومړۍ امريکا

صدر ټرمپ خپله لومړۍ وينا کې ويلي، د خليج مېکسيکو نوم به بدل کړي، د خليج امریکې جوړولو حکم به وکړي.

له دې نه علاوه د امريکا تر ټولو لوړ غر د څوکې نوم ماونټ مک کينلی اېښودل، خو په دغه حکم لاسليک کېدل پاتې دي.

امېګرېشن

ټرمپ د بايډن د وخت ګڼ امېګرېشن احکامات بدل کړي، ترمخه به یې په امریکا کې په غېر قانونه توګه پاتې کېدونکي د ملک څخه ويستلی شي.

هغه د مېکسيکو سره په پوله د قامي بېړني حالت په ځای کولو سره، د امېګرېشن ايجنټانو په مرسته د پناه اخستونکو د شمېرې کمولو دپاره د ځواکونو استعمالولو اراده لري.

ټرمپ د پيدايش په بنياد د شهريت خمتولو ژمنه هم کړې ده.

هغه د بايډن د وخت د سي بي پي ون اېپ هم ختموي، د کوم څخه چې نزدې لس لکه کډوال امریکا ته داخل شوي وو.

د چاپيريال د تړون څخه جدا کېدل

د ټرمپ څخه چې کومه تمه کېده هغه احکامات یې لاسليک کړي دي، چې پکې د پېرس د چاپيريال د تړون څخه په رسمي توګه وتل شامل دي.

نوموړي خپل لومړي صدارت کې هم داسې کړي وو، خو دغه اقدام بيا بايډن واپس کړی وو.

د مرکزي بېورو کرېسۍ اصلاح

ټرمپ د پوځ او ځینو نورو برخو نه علاوه، چې نومونه یې نه دي ويل شوي، په مرکزي ادارو کې نوې ګمارنه ودرولې ده.

هغه په مرکزي نوکرو کې نوی نظام راوستل غواړي د کوم لاندې به د مرکزي کارمندانو لرې کول اسان وي.

ويل شوي، ټرمپ په ادارو په کارکردګۍ د نظر ساتو دپاره يوې خپلواکه ادارې جوړولو اراده لري، د کومې مشري به د نړۍ شتمن تن اېلون مسک کوي.

د برابرۍ او نرښځيانو حقونه

ټرمپ خپله لومړۍ صدارتي وینا کې ويلي، نرښځيانو ته ورکړل شوي تحفظات بيرته اخلي، مرکزي حکومت يواځې د سړي او ښځې جنس مني.

له دغې نه علاوه مرکزي حکومت د تنوع او برابرۍ پروګرامونه هم ختموي.

په کېپيټل هل د حملې معافي

ټرمپ د بايډن انتظاميې لخوا په شپږمه جنورۍ 2021م کېپيټل هل ودانۍ باندې د حمله کوونکو ضد مرکزي مقدمو ختمولو حکم هم کړی دی.

له دې وړاندې هغه ويلي وو، په دغه حمله کې سزا ترلاسه کوونکي به معاف کړي، خو په خپله لومړۍ وينا کې یې د دې يادګېرنه نه ده کړې.

د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG