د اسرایل امنیتي ځواکونو د نهۍ، سه شنبې په ورځ د غربي غاړې په جېنین ښار کې عملیات کړي چې لږترلږه اته فلسطینیان یې پکې وژل شوي. د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نېتنیاهو دغه عملیات "لوی او مهم پوځي عملیات" ګرځولي دي.
نېتنیاهو وویل: "مونږ د ایران د پرضد په منظم ډول او مضبوطیا سره کار کوو چې په غزه، لبنان، شام، یمن، جودیه او سامریه کې خپلې لاسونه پرخوي." جودیه او سامریه هغه اصلاحات دي چې اسرایل یې د غربي غاړې لپاره کاروي.
په جېنین کې دا اقدام، چېرته چې اسرایلي پوځ په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر چاپې او پراخې حملې کړي دي، په غزه کې د ډربندۍ له پیل څخه یوازې دوه ورځې وروسته شوې او په غربي غاړه کې د زیات تاوتریخوالي خطر په ګوته کوي.
اسرایل پوځ ویلي، پوځیانو، پولیسو او استخباراتي ادارو په جېنین کې د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي دي. دا په غربي غاړې په خودمختاره سیمو کې د فلسطینیانو د امنیتي ځواکونو لخوا د یوې اونۍ اوږد عملیاتو وروسته شوي چې د نږدې کډوالو کېمپ بیرته ترلاسه کړي، کوم چې د ایران ملاتړ لرونکي حماس او اسلامي جهاد په ګډون د وسله والو ډلو لوی مرکز دی.
د اسرایل د پوځ مشر استعفا:
د اسرایل د پوځ مشر هرزي حلیوي د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي چې هغه د 2023م کال د اکتوبر په 7 نیټه په اسرایل باندې د حماس برید چې 1,200 کسان پکې یې ووژل او 250 یې یرغمل کړل کې د امنیت د ناکامۍ زمه واري قبولوي او د مارچ په شپږمه به استعفا ورکوي .
د اسرایل د دفاع وزیر ته په یوه لیک کې، حلیوی ویلي چې هغه به د اسرایل د دفاعي ځواکونو تحقیقات بشپړ کړي چې د 15 میاشتنۍ جګړې لامل شوی او د راتلونکي امنیتي چیلنجونو لپاره د اسرایل دفاع تیاری پیاوړی کولو کې مرسته وکړي.
د برید وروسته، د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نېتنیاهو د دې پوښتنې د ځوابولو ډډه وکړه چې د برید مسؤول څوک و او ویې ویل چې دا ډول تحقیقات د جګړې ختمیدو پورې انتظار کولی شي.
د 2023 کال د اکتوبر له برید وروسته د اسرایل په ځوابي بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر 47,000 زیات شوی چې وایي اکثر ښځې او ماشومان دي، خو د اسرایل پوځ له ثبوت وړاندې کولو پرته دعوه کوي چې 17,000 وسلوال یې وژلي دي.
حماس ویلي چې دوی به د خالي ، یکشنبې به ورځ د یرغمل اسرایلیان خوشې کړي. حماس یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ اې ایف پي خبري ادارې ته ویلي په دغه کې به څلور یرغمل اسرایلي ښځې شاملې وي. دغه يرغمل ښځې به د اسرایل په قید کې موجود فلسطینیانو و خوشې کولو په بدل کې کیږي.
بخلوا د لبنان دورې وروسته د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ته په وينا کې اېنټونيو ګوټېرېس وويل د تړون په لومړي پړاو کې د يکشنبې يا ګل په ورځ د حماس درې ښځينه يرغمل شوې خوشې کړل شوي او اسرايل 90 فلسطيني بنديان خوشې کړې دي.
د هغه په وينا لا هم ننګونې شته ، بايد د اوږدې مودې د روانې مرستې ستاينه وشي او دا لحظې به يرغمل شوي کسان د خپلو خپلوانو سره يوځای کوي.
په داسې حال کې ملګري ملتونه د بشري مرستو په لړ کې خپله ونډه ترسره کوي او د يکشنبې په ورځ غزې ته د مرستو لړ کې د 630 نه زيات ګاډي تللي دي چې پکې لږ تر لږه 300 شمالي سيمو ته لېږدول شوي دي.
د اېنټونيو ګوتېریس په وينا بايد دواړه خواو ته ژمنې پوره شي چې داسې دايمي اوربند عملي شي او ټول يرغمل شوي خوشي کړل شي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات د ډیوه خبریال فضل الله د رپورټ نه اخیستل شوي
Forum