د خېبر پښتونخوا د سېلاب او ترهګرۍ ځپلو سیمو ځوانانو ته د سیاحت او مېلمستیا شعبه کې دوه میاشتې وړیا تربیت ورکړل شوی
د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې یو اېن ډي پي او د امریکې د نړیوالې مرستندويه ادارې يو اېس اېډ په مرسته هاشو فاؤنډیشن د خېبر پښتونخوا د سېلاب ځپلو او ترهګرۍ ځپلو سیمو ځوانانو ته د سیاحت او مېلمستیا شعبه کې دوه میاشتې وړیا تربیت ورکړو او بیا د هغوئ لپاره یو جاب فئیر یا میله هم کړې چې دوئ ته د کار موقعې او معلومات ترلاسه شي. دغه میلې کې پښتنې جینکۍ هم په زیات تعداد کې په نظر راغلې چې دې شعبه کې کار کولو شوق لري. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې: