د بې پولې خبریالانو تنظیم يا آر اېس اېف خبرداری ورکړی، پاکستان کې د پولیسو لخوا افغان خبریالان ځورول کيږي، په زوره د شړلو ګواښونه ورته کيږي، او دوی دپاره د ويزې زياتېدونکي فيس د دوی مشکلات سېوا کړي دي.
د جرنلسټانو او مطبوعاتو د ازادۍ او حقونو دپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې، آر اېس اېف دا بیان په داسې وخت کې ورکړی، چې پاکستان په هيواد کې د زياتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان ورپورې کوي، او په وروستيو کې په خصوصي توګه اسلام آباد نه داسې خبرونه رپورټ شوې دي چې پولیسو ګڼ افغانان نيولي او ځورولي دي.
آر اېس اېف ويلي، افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پس نزدې 100 پورې افغان جرنلسټان يا خبریالان په عارضي توګه پاکستان ته ورغلي، د هلته نه دوی بل هيواد ته تلل غواړي خو اوس داسې افغان خبریالانو دپاره پاکستان کې مشکلات سېوا شوې دي.
د ادارې ترمخه سږ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه اسلام آباد کې اووه افغان خبریالان نیول شوې او په دوی کې يو بیرته هم لېږل شوی دی.
آر اېس اېف د پاکستان په حکومت ټينګار کړی، د افغان خبريالانو د خونديتوب او دلته پاتې کېدو يقيني کولو دپاره دې سمدستي ګامونه پورته کړي، دغو پېشه ورو يا مسلکي خلکو د ويزو موده دې وغځوي چې دوی په کوم درېيم هيواد کې د ابادېدو عمل ته ختمي بڼه ورکړي.
خو اوس اسلام آباد کې مېشت داسې افغان خبریالان چې بل هیواد ته تګ غواړي هغوي د امریکې صدر لخوا په امریکا کې د کډ والو داخلې باندې د بندیز اعلان سخت اندېښمن کړې دي.
افغان خبریال بهاند وايي، "افغانستان کې د جمهوریت سقوط نه پس ډېر افغانان پاکستان ته په دې راغلل چې بل یو هیواد ته به لاړ شي خو امریکې لخوا د مهاجرت پروګرام کې ځنډ اعلان اوس دلته داسې افغانان نور هم اندېښمن کړې دي خو بیا هم تمه لري".
پاکستان کال د کال 2023م اکتوبر کې دلته نه هغه افغانانو ویستلو فیصله کړې وه چې قانوني اسناد نه لري خو تېر کال نومبر په میاشت کې پي ټي آي اسلام آباد کې مظاهرې نه پس په ځانګړي ډول اسلام اباد کې د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ سېوا شوې ده.
د پاکستان پيپلز ګوند پخوانی سېنېټر او بشري حقونو فعال فرحت الله بابر وايي، "کله چې حکومت دا اعلان اوکړو چې افغانان دې دلته نه اوځي نو دا فیصله غلطه وه ځکه چې دې حکومتي اعلان پس دلته نه هغه افغانان هم په زوره ویستل شوې دي چا سره چې قانوني اسناد وو".
پاکستان وايي، تېرو څلویښتو کالو نه د لکونو افغانانو مېلمستيا کوي خو بیا موجوده وخت پاکستان او افغانستان تعلقات هم ښه نه دي.
څیړونکي وايي، په داسې کې هم افغانستان نه د خلکو پاکستان ته تګ وجه دا ده چې دوحه معاهدې کې افغان طالبانو کوم لوظونه کړي وو هغه یې سر ته نه دي رسولي.
نړيوال اړيکو کار پوه منيب سلمان وايي، "طالبانو چې کوم لوظونه نړۍ سره دوحه معاهدې کې کړي وو هغه یې پوره نه کړل مثال یې دا دی چې نجونو په تعلیم یې بندیز ولګولو، هلته خلکو ته بنیادي حقونه نه دي ورکړل شوي هم دغه وجه ده افغانستان کې د طالبانو واک پس پاکستان ته نور هم افغانانو هجرت کړی دی".
پاکستان کې مېشت د افغانانو ځورولو خبرونو پس د بخښنې نړيوالې ادارې ي اېمنسټي انټرنېشنل ویلي وو پاکستان دې په زوره افغانونو ویستلو عمل نه ډډه وکړي.
(دې خبر کې ځینې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي)
Forum