لاس رسیدونکی لینک

 
کراچۍ: شپږو چينايانو سيند هايکورټ ته د خونديتوب دپاره خواست کړی
تازه خبر

کراچۍ: شپږو چينايانو سيند هايکورټ ته د خونديتوب دپاره خواست کړی


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې شپږو چينايي وګړو سيند هايکورټ ته اييني خواست کړی او "غوښتي يې دي دوی پانګه وال يا کاروباريان دي د دوی د کاروبار او ځان دې، د نړيوال قانون او پاکستان د ايين لاندې د محفوظو حقونو تحفظ وشي".

خو د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ویلي، "د چينایي وګړو خواست په قانوني توګه سم نه دی".

په کراچۍ کې د چینايي وګړو وکيل، قانون پوه پير رحمان مسيد وي او اې ډيوه ته وويل، هغه د چینايي وګړو لخوا په درېم دسمبر سيند هايکورټ کې اييني پيټيشن کړی، عدالت بيا لارښوونه کړې، په دغه خواست کې دې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د چين سفارتخانه او کونسلګري فريق جوړ کړل شي، نو بيا دوی په شپږم دسمبر ترميمي پيټيشن کړی وو.

هغه وويل، "په 15مه جنورۍ بيا فريقېنو د سيند صوبايي حکومت، د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر او د چين سفارتخانې ته نوټسې شوي دي".

د نوموړي په خبره چينايان په دغه خواست کې په بنیادي توګه غواړي چې "مونږ پاکستان کې پانګه وال يا کاروباريان يو، پاکستان ته راغلي وو، نو زمونږ چې کوم بېن الاقوامي قانون کې او د پاکستان ايين کې کوم محفوظ حقونه دي، پکار ده چې د هغې تحفظ وشي زمونږ د سرماې هم او زمونږه د ذات هم".

خو د سيند صوبايي حکومت د کورنيو چارو وزیر ضياالحسن لنجار پرون په 27مه جنورۍ سیند اسمبلۍ کې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "د چينايانو خواست په قانوني توګه سم نه دی".

هغه زياته کړه، "که څوک دلته کاروبار له راځي يا کارخانه لګوي نو هغوی د خپل کونسل جنرل او بيا زمونږ د بهرنيو چارو وزارت نه اجازت نامه اخلي".

هغه وويل، "دوی (چينایانو) چې عدالت ته کوم نېغ خواست کړی دی، زما په خيال دا په قانوني توګه سم نه دی، د هغې طريقه دا وي چې دوی به د خپل بهرنيو چارو وزارت يا کونسلګرۍ لخوا راتلل، ما د پوليسو مشر ته لارښوونه کړې چې خپل ټيم جوړ کړي او د چين کونسل جنرل سره خبره وکړي".

لنجار وويل، "دا چينايان کومه کمپنۍ نه چلوي او نه بهرنۍ پانګونه کوي، دوی د عامو پاکستانيانو په څېر کاروبار کوي، د چينايانو عزت او ساتنې هڅه کوو، خو مرکزي حکومت چې کومه طريقه (اېس او پيز) جوړه کړې که څوک په هغې عمل نه کوي نو بيا مسله جوړيږي".

هغه زياته کړه، افسرانو یې د چينايي کونسل جنرل سره ليدلي او دی به خپله هم ورسره وويني، چې په دغې اړه د هغو هم پاليسي بيان راشي.

په کراچۍ کې چينايي وګړو د خپل ځان او کاروبار د خوندي کولو دپاره عدالت ته خواست په داسې وخت کې کړی چې تېر کال د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

له دغې وروسته د نومبر په پينځمه نېټه هم کراچۍ کې د ډزو په يوه پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي وو.

د کراچۍ د هوايي اډې نه بهر په چينايانو د بريد وروسته چينايي چارواکو ويلي وو، دغه ترهګر بريد اندېښمن کړي او په پرله پسې ډول د چين لوړ پوړي چارواکي د پاکستان د حکومت څخه چينايي وګړو ته د تحفظ ورکولوغوښتنې کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

تېر کال د دسمبر په میاشت کې پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې [نېکټا] ویلي وو، پاکستان کې د کال 2021م راهسې د ترهګرۍ په 14 بریدونو کې 20 چینایي وګړ‎ي وژل شوي او 34 ژوبل شوي دي.

نېکټا یادې شمېرې د قامي اسمبلۍ د پلاننګ او پرمختیا او ځانګړ‎و اقداماتو قایمه کمېټۍ ته وړ‎اندې کړې وې.

قایمه کمېټۍ ته ویل شوي وو، په چینایانو ترسره شوو بریدونو کې اته په سیند صوبه، څلور په بلوچستان او دوہ په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي وو.

د (ډان ورځپاڼې) د رپورټ ترمخه نېکټا ویلي وو، پاکستان کې د 20,0000 پورې چینایي وګړ‎ي موجود دي چې پکې په سي پېک پروژه کې کار کوونکي هم شامل دي.

سي پېک په اصل کې د چين د بلټ اېنډ روډ لوې منصوبې برخه ده چې هدف يې د ایشيا، يورپ او افريقا ترمنځ د تجارت او اقتصادي تعلقاتو وده ده.

سي پېک د چين شين جيانګ صوبې د کاشغر ښار نه د پاکستان د ګوادر بندر ګاه پورې 3000کلو ميټره اږود کوريډور دی، چې سړکونه، د ریل پټلۍ او انرژۍ منصوبې په کې شاملې دي.

پاکستان کې د چينايي پروژو لويه برخه بلوچستان او په ګوادر ساحلي ښار کې ده.

بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسايلو تروړونکې بولي، او وايي ځکه پرې بريدونه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG