د پاکستان برني اېوان سېنېټ هم لانجمنه پيکا قانون منظور کړو، اوس به دغه قانون صدر ته د لاسليک کېدو دپاره لېږلی شي. بل لور ته پاکستان کې د جرنلسټانو مرکزي تنظيم [پي اېف يو جی] نن د دغه قانون پرضد احتجاجي مظاهرې کړي دي.
پي اېف يو جی په اسلام اباد، لاهور، کوټه او کراچۍ کې د پيکا قانون ضد احتجاجي مظاهرې کړي او ویلي یې دي، حکومت او اتحادي ګوندونو یې دا قانون د کوم ګوند ضد نه بلکې د ډيجيټل ميډیا او ازادۍ د اظهار غلي کولو دپاره جوړ کړو.
د پيکا ترميمي قانوني مسوده مرکزي وزير رانا تنوير سېنېټ کې وړاندې کړه، او وې یې ويل د دې قانون تعلق د ورځپاڼې، ټي وي يا جرنلسټانو سره نه دی بلکې د دې لارې به ټولنيزې رسنۍ کتلی شي.
د قانون له مخې د جعلي یا دروغو خبرونو خپرونکي ته به درې کاله بند او 20 لکه روپو جرمانې سزا ورکولی شي.
ويل شوي، د ياد قانون لاندې به ډیجيټل رايټس پروټېکشن اتارټي جوړولی شي، اتارټي به مرکز او صوبايي حکومتونو ته د ډيجيټل اخلاقياتو په ګډون اړونده شعبو کې وړانديزونه کوي.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سېنېټر اېمل ولي خان د پيکا قانوني مسودې سېنېټ کې وړاندې کېدو په وخت واک اوټ کړی دی.
هغه ويلي، مونږ ټول عمر د ازادي اظهار رای دپاره مبارزه کړې او قربانۍ مو ورکړي دي. هغه زياته کړې، جعلي خبرونه د ټولو مسله ده، خو د دې اړ کې امرانه قوانين قابل قبول نه دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر شبلي فراز ويلي، د دې قانون لاندې به څوک هم اوچتولی شي په دې بهانه چې د قانون سرغړونه یې کړې ده.
کراچۍ کې د پيکا قانون ضد احتجاجي مظاهره کې د پي اېف يو جی فنانس سيکرټري لالا اسد پټان وي او اې ډيوه ته وويل، پيکا قانون په حقيقت کې دې له راوستل کيږي چې مطبوعات ډيجيټل ميډیا ته اوښتي، غېر اعلانيه سنسرشپ خو د وړاندې نه لګول شوی، اوس دوی د ډيجيټل ميډيا غږ بندول غواړي.
نوموړي زیاته کړه، هغه خبريالان چې په ډيجيټل ميډيا کار کوي، دوی د هغو غږ بندول غواړي دا د تحریک انصاف دپاره نه راوړل کیږي.
پټان وويل، پي اېف يو جی په سختۍ سره د حکومت د دې اقدام غندنه کوي او د دې قانون پرضد به کلکه مبارزه کوي.
کراچۍ کې د پي اېف يو جی په احتجاجي مظاهره کې د جرنلسټانو سره د بشري حقونو او مدني فعالو هم ګډون درلود.
قامي اسمبلۍ ته د پيکا قانوني مسودې وړاندې کولو وروسته د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطا تارړ پاکستاني رسنیو ته ویلي وو، د پیکا ترمیمي قانوني مسودې موخه د رسنیو ازادي سلب کول نه بلکې په سوشل میډيا د خودسره او دروغجنو اطلاعاتو مخه نیول دي.
Forum