د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په صوبه کې د زرعي ټېکس لګولو قانون منظور کړی، خو کرونده ګر وايي په صوبه کې کرکيله يا زراعت د تاوان سره مخ دي، بايد چې حکومت د ټېکس یا ماليې لګولو په ځای کرونده ګرو ته اسانتياوې برابرې کړي.
پوهان وايي، زرعي ټېکس سره به په امدن کې اضافه وشي او دې سره به پرمختيا ته دوام ترلاسه شي.
په مردان ضلعه کی د زمیندارو مشر محمد اکرام وایي، د ټېکس قانون د جوړولو نه وړاندې زمیندار په اعتماد کی نه دي اخستل شوي.
دوی وایي د وړاندی څخه د ځمکو په تیارولو او فصلونو خرڅونه زیات دي، باید صوبایی حکومت کرونده ګرو نه د مالیې اخستو په ځای هغوی ته د اوبه خور، سرو، تخمونو او موسمیاتي بدلون نه د بچ کېدو سهولتونه ورکړي او په دې سوکړه کې د فصلونو دپاره د اوبو بندوبست وکړي.
مردان کې د کروندګرو يو مشر محمد اکرام وايي، "ما سږ کال د فارم نه د غنمو تخم په 6200 روپۍ من ترلاسه کړی او زمیندار ته د فصل بیا کم قیمت ورکول کیږی زه او زما بچي چې په ځمکو کې خواري کوو مونږ ته حکومت څه سهولتونه راکوي؟ زه د ټېکسونو څخه انکار نه کوم دا زمونږ وطن دی مونږ دلته ژوند کوو خو د حکومت له خوا د زمیندارو تپوس هم نه کیږي او مونږه په زمیندارۍ پرېښودو مجبوره شوي یو".
د صوبایي اسمبلۍ له خوا په 27مه جنورۍ منظور کړی شوي 2025م زرعي د مالیې قانون کی ویل شوي، کوم زمیندار چی په کال کی د شږ لکه نه تر 12 لکو روپو پورې امدن ترلاسه کوي، هغوی به حکومت ته 15 فیصده مالیه ورکوي، د 12 لکه نه په 16 لکه روپو امدن 20 فیصدي، او د 16 لکو نه د 32 لکو پورې روپۍ په زرعي امدن 30 فیصده ټيکسونه لګول شوي دي.
ويل شوي، په کال کی د 56 لکه روپو څخه 150 ميلينه روپو امدن باندې 45 فيصده مالیه او هغه زمیدار چی په کال کې یې زرعي امدن یو نیم کروړ روپۍ وي، د هغوی نه به سُپر ټېکس یا مالیه اخستل کیږي.
د قانون ترمخه دا ټېکسونه به په 50 اېکړه د اوبو لاندې د کروندې په ځمکه او 100 اېکړه په للمه يا باراني ځمکو لګول کیږي.
د مالیې پوهان وایي، په پاکستان کې د مودو راهسې په غټو زمیندارو د ټېکسونو لګولو خبره کیږی خو په غټو صوبو کې په پارلیمان کې ناست منتخب نماینده ګانو د دې قانون مخالفت کولو.
پوهان وایي دې قانون سره به د حکومت امدن زیات شي او په بنیادی اډاڼه کې به پرمختیا وشي.
د ټېکسونو د چارو قانون پوه، وکیل بابر علي اېډوکېټ وايي، "د قانون سره به د ټیکسونو جال پراخه شي او په امدن کې به اضافه وشي کوم چې زمونږ د صوبې دپاره زیات ضروري دي، زمونږه بنیادي اډاڼه کمزورې ده ، د تعلیم او صحت سهولتونه نشته دا پیسې به هلته مصرف شي، په زراعتو وړاندې ټيکسونه نه وو زیاتو سرمایه دارو به په خپل امدن د زراعتو په څانګه کې ښکاره کړو اوس به د هغې مخه ونیول شي".
په خېبر پښتونخوا کې په زراعتو د ټېکسونو لګولو نه وړاندې په پنجاب کې هم د ټېکسونو قانون جوړ کړل شوی، په سيند او بلوچستان کې د قانون مسودې تيارې دي او سیند کې پرې د اختلافاتو ويل کيږي.
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د مالياتي ادارې [آی اېم اېف] سره د اووه اربه ډالرو د پور د پروګرام د تړون وروسته د پاکستان حکومت منلې وه، چې د جنورۍ 2025م څخه به په ټولو صوبو کې زرعي ټېکسونه عملي کولی شي.
روان مالي کال په قومي بجټ کې د پاکستان مرکزي حکومت 40فيصده زيات ټېکسونه لګولي او د ټېکسونو هدف یې 12,970 اربه روپۍ ټاکلی وو.
د ټېکسونو ټولولو مرکزي اداره [اېف بي آر] وايي، د روان مالي کال په لومړو شپږو مياشتو کې 386 اربه روپۍ د ټېکس د ټاکل شوي هدف څخه کمې راټولې شوي دي.
Forum