د صدر ټرمپ انتظامیې نږدې ټول امریکایي بهرنی پرمختیایي امداد د درې میاشتو دپاره د ځنډولو حکم کړی دی. په دغه موده کې به کتنه کیږي چې د صدر ټرمپ امریکا ترجیحي پالیسۍ لاندې به څه مناسب وي. امدادي ډلو او د بشري حقونو څار ادارو خبرداری ورکړی چې دا اقدام به په ټوله نړۍ کې د بې شمېره خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړي.
امریکا په نړۍ کې د بشري امدادي مرستو ورکونکی ټولو لوی هېواد دی. او د امریکا صدر د ایډز بیړنې امداد پروګرام پي اي پي اېف ار (PEPFAR) لاندې د ایډز مخنیوي او درملنې کې هم په نړۍ کی د ټولو زیاتې مرستې ورکوي.
امریکا په 2023م مالي کال کې نزدې 70 بلینه ډالر په بهرنۍ امداد لګولي دي. چې زیاتې یې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) د لارې مصرف شوي.
تیره اونۍ د صدارت څوګند اخیستو وروسته په څو ساعتونو کې صدر ډانالډ ټرمپ د خپلې امریکا د ټولو مخکې پالیسۍ لاندې د هېواد بهرنې تګلاره برابرلو پورې د ډیر ضروري خوراکي امداد نه علاوه ټول بهرنی امداد ودرولو. د صدر ټرمپ ایګزیګټیو ارډر یا صدارتي حکم د پراختیایی مرستو یا فنډونو ویش د 90 ورځو لپاره ودروي ترڅو د دې بیاکتنه وشي.
دغه ګام په امریکا کې دننه او نړیوالی امدادي ټولنې ، ، ملګرو ملتونو او د امریکا په کانګرس کې پوښتنې راپورته کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نهې، سه شنبې په ورځ په یوه لیک کې د امداد د ځنډیدو نه ځینې استثنا ورکولو اعلان وکړو. پدې کې د ژوند ژغورونکي ادویات، طبي خدمات، خوراک، سرپناه او ضروي مرستې شاملې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نهې سه شنبې په ورځ د دې حکم اوږد توضیحات خپاره کړل، او وویل چې دا د دې ډاډ ترلاسه کولو هڅه کوي چې پروګرامونه " موثره وي او د امریکا فرسټ اېجنډې لاندې د امریکا بهرنۍ پالیسۍ سره مطابقت لري."
Forum