پاکستان ویلي، د امريكې صدر ډانلډ ټرمپ تازه حکمنانو ته كتنه كوي او د امداد د صورتحال یا مرستو په اړه له امريكايي چارواكو سره په رابطه كې دي. څیړونکي وايي، د امریکا په مرسته په پاکستان کې د خلکو د ښېګړې لپاره روانې اکثره پروژې د امریکايي صدر د حکمنامو څخه اغېزمنېدی شي.
د پاکستان خارجه وزارت وياند شفقت علي خان په اوونيزه خبري خبري غونډه کې دغه مسله په ګوته کړه، او وې یې ويل حكومت دا وخت د امريكايي صدر تازه امرونو په اړه له امريكايي چارواكو سره په رابطه كې دی.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د یو اجرایوي فرمان له مخې په موقتي توګه، چې ویل کیږې تر ۹۰ ورځو پورې وي، ټولې هغه مرستې چې بهرنيو هيوادونو ته ورکول کېدې، وځنډولې او د نویو مرستو بهیر یې هم ودرولی دی.
د امریکايي صدر د اېګزېکټيو ارډر له مخې، یوازې اسرایل او مصر ته بېړنۍ خوراکي او نظامي مرستې ودرول په ياد حکم کې شامل نه دي.
د نړیوالو چارو کار پوه متين حېدر وايي، "که مونږ وګورو نو د تیرو ۷۰ کالو راهسې د بېلا بیلو لارو د امریکا څخه پاکستان ته مرستې راروانې وې، پاکستان ته د پوځي او دفاع په ځانګه کې توانایۍ، صحت او تعلیم په هره ځانګه کې مرستې راغلي، او د کله راهسې چې یو اېس اېډ جوړ شوی، پاکستان کې په زرګونو پروژې د یو اېس اېډ په مرسته چليږي، نو اوس به حکومتونو ته دا خبره باوري کول وي چې د دوی رویه د نوي امریکايي حکومت د پالیسو سره سمون خوري".
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرټري کارولین لیویت تیره ورځ مطبوعاتي غونډه کې ويلي، " د ټرمپ انتظاميه ډاډ ورکوي چې د مالیه ورکونکو پیسې په هوښیارۍ سره مصرف شوي".
هغې یادونه وکړه، "يوې کتنې وموندله چې د روغتیا نړیوال سازمان ته ۳۷ ميلينه ډالره ټاکل شوي، کوم چې ټرمپ له هغې څخه ایستلي".
هغې وویل، "د لګښتونو وقفه د دې لپاره ده چې د داسې غېر ضروري لګښتونو مخه ونیسي".
خبریال انس ملک وايي، "د دغه اعلان بغېر به زیاتره د عامو خلکو لپاره روانو پروژو باندې وې او د پاکستان رنګه هیواد چې د وړاندې څخه د اقتصادې ستونزو سره مخ دی د ډېر لوې چېلنج سره مخ کړي. او د دغه اعلان وروسته به پاکستان د چین سره نور هم نزدې شي. او خپلې اړیکې به د نورو هیوادونو سره زیاتولو هڅې وکړي".
کال ۲۰۲۱م کې د طالبانو په افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته د امریکې له اړخه پرله پسې د پاکستان مالي مرستو کې کمی لیدل شوی دی.
د امریکا د حکومت د بهرنیو مرستو د ویب پاڼې له مخې، پاکستان ته ورکړل شوې پیسې په ۲۰۲۳م کال کې له ۱۶۹.۸ میلینه ډالرو څخه په ۲۰۲۴م کال کې ۱۱۶.۵ ميلينه ډالرو ته راټیټې شوې دي.
د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ خپلې لومړۍ دوره کې ويلي وو، امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته په احمقانه ډول ۳۳ میلیارده ډالره ورکړي، خو په بدل کې یې هيڅ هم نه دي ترلاسه کړي.
Forum