د امریکا لخوا خپلو وګړو ته د پاکستان سفر په اړه احتیاط څیړونکي اندېښمن کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قونصلي چارو څانګې ویلي، امریکايي وګړي باید پاکستان ته د خپل سفر پر پرېکړو بیا له سره غور وکړي، ځکه چې وایي په دې هېواد کې د ترهګرۍ او وسلهوالو نښتو خطر موجود دی. د امریکا دغه اعلان ته پښتونخوا کې څیړونکي په کوم نظر ګوري؟ مدثر شاه او هاشم علي یې حال وړاندې کوي.